سپینه ماڼۍ وایي، ټرمپ به ددغې غونډې په څنډه کې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل او د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون، سره هم لېدنې ولري.
ولسمشر ټرمپ تل د ناټو غړي پدې ملامت کړي چې ددې تړون دفاعي لگښتونه هغه ډول چې لازم دي نه پوره کوي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې نوموړی به د اروپایي هېوادونو له یو شمېر نورو مشرانو سره وګوري.
ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې سه شنبې او چهارشنبې ورځ په لندن کې وشي.