پدغه ښار کې امنیتي ځواکونو د لاریونوالو پر ضد چې د فدرال محکمې د ودانې په شاوخوا راغونډ شوي وو اوښکې بهونکي ګاز کارولي دي.
دغه لاریونونه چې د یکشنبې ناوخته د توکم پالنې ضد ټولنې د پلویانو لخوا پیل شوي وو د دوشنبې سهار یې زور واخیست، پولیسو لاریونوالو ته خبرداری ورکړی چې دولتي تاسیساتو ته له زیان اړلو څخه ډډه وکړي.
لاریونونه اوس د پورتلند څخه د امریکا نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي .
له څو اونیو راپدیخوا د توکم پالنې ټولنې پلویان ،تورپوستي او ولسي ځوانان په دې هڅه کې دي څو د لارینونو له لارې امریکایي ولس او سیاستمدارانو پام له له تور پستو سره تبعیضي چلند ته راوګرځوي.
دا لاریونونه د دې باعث شول چې د پرتلند د پولیسو مشر له دندې ګوښه او پرځای يې د دېښار یو تور پوستی لوړ پوړی چارواکی په دنده وګمارل شي.