د امریکا په ځینو ایالتونو کې د طوفان له امله بېړنی حالت اعلان شوی

د امریکا په فلورېډا، مسیسپي، الاباما او لویزینا ایالتونو کې د نيټ توپان د رسېدو له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لویزیانا ایالت کې د ټيټو سيمو له اوسېدونکو غوښتي، چې  خپل کورونه پرېږدي او خوندي سيمو ته ولاړ شي.

ولسمشر ټرمپ چارواکو ته امر کړی، چې د يادو سيمو له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي او د راتلونکي توپان د زیان مخنیوي لپاره چمتووالی ونیسي.

نيټ توپان نن يو ځل بيا د امریکا ساحلي  ایالتونه ځپلي او د ډېرې مرگ ژوبلې او زیانونو د اوښتو اټکل شوی دی.

د امریکا د توپان پېژندلو څېړنيز مرکز ویلي، چې د مسیسپي ايالت ساحل کې نژدې اته کیلومټره سيمه نيټ توپان ځپلې ده.

د نيټ توپان رفتار په یوه ساعت کې ۱۳۶ کیلومټره اټکل شوی او شمالي ایالتونو ته په ډېره تېزۍ روان دی.

نيټ توپان تر اوسه په منځنۍ امریکا کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي او له توپان سره ورښتونو او سېلابونو هم ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

امریکایي رسنۍ وايي، چې منځنۍ امریکا کې د نيټ توپان، اورښتونو او سېلابونو له امله زرگونو کورنیو خپلې سيمې پرېښي، ونې له بېخه وتلي، پلونه او ودانۍ نړېدلي او عامې لارې له اوبو ډکې دي.

منځنۍ امریکا، کاریپي، مکسیکو او سویلي امریکا کې د موسمي ورښتونو او توپان له امله له ژوند له ستونزو سره مخ دی او د زیاتې مرگ ژوبلې د اوښتو وېره ښوول شوې ده.