د امریکا په څو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد لاریونونه شوي

د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې سلګونو کسانو منهاټن کې د ټرمپ څلي پر لور لاریون وکړ.

هغوی له ځان سره انځورونه لېږدول، چې پرې لیکلی شوي و “زما ولسمشر نه یې” او نور شعارونه یې هم ورکړل.

همداراز په شیکاګو کې هم د ټرمپ پر وړاندې لاریون شوی او داسې رپورټونه هم ورکړل شوي، چې د ټرمپ ټاور ته د ننوتلو لارې بندې دي.

په دغه لاریون کې د خلکو شعارونه دا و چې “ټرمپ نه، کوکلوس کلاس نه، فاشیست نه” او “زما ولسمشر نه یې”.

د راپورونو له مخې، د کلیفورنیا په اوکلېنډ او د اورګان په پورټلېنډ ښارونو کې، چې دواړه لیبرال ګڼل کېږي، هم لاریون کوونکو د امریکا بیرغ ته اور ورته کړ.

په ورته وخت کې په سیاتل ښار کې هم لاریون شوی دی.

ډونلډ ټرمپ چې د سه شنبې په ټاکنو کې ګټونکی شو په جنورۍ میاشت کې به د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د هغه سملاسي لومړیتوب د هېواد بنسټیزو تاسیساتو نوي کول او د اقتصادي ودې پر لور هڅه ده.