د امریکا په یوه کلیسا برید کې نږدې ۲۷ کسان ووژل

د امریکا د ټکساس ایالت یوه کلیسا کې شاوخوا ۲۷ کسان هغه مهال وژل شوي چې د یکشنبې ورځې عبادت لپاره راټول شوي وو.

برید د ولسن په سیمه کې شوی چې په پېښه کې د ټپیانو شمېر ۲۵ ښودل شوی دی. د امریکا د فډرالي پلټنو اداره وايي، سره له دې چې د یوه بریدګر راپور ورکړل شوی، خو پر نورو احتمالاتو هم غور کوي.

ویل کېږي په دغې کلیسا کې به معمولاً ۵۰ کسانو ګډون کاوه. سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په قربانیانو کې ماشومان هم لیدل شوي. ځايي رسنیو ویلي، ټوپکوال کلیسا ته په سیمه ییز وخت ۱۱:۳۰ ننوتلی چې وروسته بیا دی پخپله هم وژل شوی.

ډونالډ ټرمپ چې د اسیا په سفر وتلی دی په یوه ټویټ کې د پېښې قربانیانو سره غمشریکي کړې او لیکلي یې دي چې له جاپانه اوضاع څاري.