د امریکا کالیفورنیا ایالت کې د آس ځغلولو لوبې وځنډول شوې

د اس ځغلولو لوبې چې د ورزش یوه مهمه برخه ده تمه وه چې د فبروري میاشت په اتلسمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو کالیفورنیا ایالت کې پېل شوې وای خو دا لوبې د کرونا ویروس له امله اوس مهال ځنډول شوي او وروسته له کرونا به بیا ترسره کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو کې د فبروري په ۱۸ مه نېټه د اس ځغلولو لوبې پیلېدې خو دغه لوبې د کرونا ویروس له امله وځنډول شوې او کله چې د کرونا ویروس پای ته ورسېږي نو بیا دا لوبې ترسره کېږي.

دا سیالۍ د بېټر بېرېل رېس په نامه مشهورې دي، چې اس ځغلوونکي په نوبت سره یو، یو په اس سپرېږي او بیا له تبېلې هغه لوبغالي ته راووځي، چې درې بېلرونه یا بېرلونه پکې اېښودل شوي وي.

دوه بېلرونه د لوبغالي یو سر ته او یو بل بېلر بل سرته اېښی وي، چې اس سپرېدونکی له دغو بېلرونه اس په ځغاستې سره تاووي او هر لوبغاړی چې په کم وخت کې له درې واړو بېلرونه ژر تاو شي؛ هغه ګټونکی حسابېږي.

د امریکا متحده ایالاتو کالیفورنیا سیمه کې دا لوبې لس ورځې اوس ځنډول شوي او د بیا پېلېدو په صورت کې به لس ورځې دوام وکړي.