چهارشنبه , 15 مې 2024

د امریکا کانګرس د افغان سولې لپاره ۱۵ میلیونه ډالره بودیجه منظوروي

د امریکا کانګرس د دې هېواد دفاع وزارت ته سږ کال اجازه ورکوي، چې د افغان سولې د مذاکراتو، لوجستیکي مصارفو او د طالب مشرانو د سفرونو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ولګوي.

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د دغو لوجیستیکي مصارفو لپاره د روان کال په می میاشت کې کانګرس ته وړاندیز کړی و، چې منظور شي تر څو د سولې پروسې په برخه کې د اړتیاوو په وخت کې تر ګټه واخیستل شي.

ویل کیږي، یاد ۱۵ میلیونه ډالره به د طالب مشرانو د سفرونو، اوسېدنې، خوراک، څښاک اړیکو او نورو اړتیاوو په موخه کارول کیږي.

که څه هم د امریکا په کانګرس کې ځینې غړي نیوکې لري، کومې ډلې چې سلګونه امریکایان وژلي دي؛ اوس د هغوی مصارف په غاړه اخیستل کیږي.

بلخوا د یاد هېواد ګڼ شمېر ادارې وایي، دغه لګښت ځکه اړین دی چې کېدایشي په دې سره اتلسې کلنې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.