د امریکا کلوراډو ایالت کې د ګالف سیالیو د کلبونو ترمنځ لوبې پېلېدونکې دي، په دې سیالیو کې ډېری د ځایي لوبډلو لوبغاړي ګډون کوي او ستر سمسور لوبغالي کې بختونه ازمایي
د ګالف سیالۍ چې په اوږدو او سر سبزو لوبغالو کې کېږي، پکې لوبغاړي د سټېک یا په ځانګړي اوږده لرګي توپ وهي او د لوبغالي په بل سر کې درول شوي بېرغ ته یې رسوي.
د امریکا د کلبونو ترمنځ د ګالف سیالۍ د ډېسمبر په ۲۴ مه نېټه پېلېږي او د ډېسمبر تر ۳۱ مې نېټې دوام کوي.
دا سیالۍ د میري کرېس مېس په نامه پیل دي او ګټونکو لوبغاړو ته به پکې اړوند جایزې ورکړل شي.