د امنيتي ځواکونو په وياړ اريانا سعيد هم د ملي اردو کالي په تن کړل

د افغانستان مشهورې سندرغاړې اريانا سعيد هم د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په وياړ د ملي اردو کالي په تن کړي دي، چې عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې هم خپاره کړي دي.

 

نوموړې چې اوسمهال د افغانستان يو خصوصي ټلويزيون کې د ابر ستاره په نوم په يوه خپرونه کې کار کوي، د ملي اردو دا کالي يې د همدغه خپرونې د ثبت پر مهال په تن کړي و.

اريانا سعيد د ملي اردو کالي په تن ځينې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې دا عکسونه مينه والو ډېر خوښ کړي دي.

 

نوموړې وايي، چې دا کالي يې په ابر ستاره خپرونه کې د زړورو افغان امنيتي ځواکونو په وياړ په تن کړي و. همدا راز په هشټاګ کې يې د زنده باد افغانستان هم ورسره ليکلي دي.

 

د يادولو وړ ده چې نن د کب نهمه نېټه د افغانستان د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ورځ ده، چې په ټول هېواد کې دا ورځ په ډېر وياړ لمانځل کېږي.

 

د اريانا سعيد يو عکس څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى و، چې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوى و، په هغه عکس کې ليدل کېدل، چې ځينې امنيتي سرتېري اريانا سعيد ته سلامي ولاړ دي.

کاپي…