د امیندوارو میرمنو لپاره 20 سپارښتني

-1د ورځې لس ساعته باید استراحت وکړي

-2 له جارو وهلو څخه ډډه وکړي

-3 هغه شی چې زیات وزن لري د جگولو څخه ډډه وکړي

-4درانده خواړه ډیر ټینگ خواړه لکه لوبیا هگی پالک کم وخوري

– 5  هر سهار یو گیلاس شیدی دوه داني خرما وخوری ځکه چې شیدی کلسیم لري او خرما مو تغذیه کوي

-6 سهارنۍ هیڅکله مه پریږدئ ځکه چې ستاسو بدن زیاتی انرژۍ ته اړتیا لري

-7د ورځی په اوږدو کې پنځه وخته خوراک کوئ خو کمه کمه خورئ تر څو ستاسو صحت ورسره ښه یی

8 – اوبه ډیري څکئ چې گردې مو چرک یا ډبري پیدا نکړي د ورځې له پنځه ویشتو تر دیرش گیلاسو اوبه وڅکئ

9- هره ورځ لږ ورزش کوئ گرځی راگرځی ځکه ورزش ستاسو صحت ته گټه لري

10- د سخت درد خوب پخپل سر درملو له خوراک څخه ډډه وکړئ د اړتیا په وخت کې نیږدې صحي کلینیک ته لاړ شئ

11- د خپل ځان پاک ساتلو خیال وساتئ هفته کې غیر له میاشتنۍ ناروغۍ نه درې ځله حمام وکړئ ډیري گرمي اوبه یاهم له ډیرو یخو اوبو څخه ډډه وکړئ همیشه په تړمو اوبو لامبی

12-هره شپه پنځه دانی بادام وخورئ تر څو ستاسو مغز نورماله وي

13- په هفته کې دوه ځله ینه ځیگر وخورئ تر څو ستاسو د ویني کمبود پوره شي دویني له کمښت سره مخامخ نشي

14- دشپی لخوا همیشه له وریجو څخه استفاده کوئ وریجي ښی نرمی پخوی او بیا یی وروسته خورئ

15- د تازه میوو څخه زیاته استفاده کوئ

16- زیاته غوسه مه کوئ نرماله اوسې چې راتلونکي ماشوم مو سالمه وي

17- د اړتیا په وخت کې ښځینه ډاکټر ته مراجعه وکړئ هیڅکله پخپل سر دارو مه استعمالوئ

18- د میوو جوسو له څکلو زیاته استفاده کوئ تر څو بدن مو مقاومت ولري

19- د خاوري له خوړلو ډډه وکړئ زیاتره میندی په دغه حالت کې خاوره خوری چې صحت ته مو زیان رسوي هغه خویندې چې دا خاوره خوری د هغوی په بدن کې کلسیم کم وي چې دا کمښت مونږ د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شوه

20- د ماشوم له پیدا کیدلو څخه دری ساعته مخکې روغتون ته مراجعه وکړی تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږي.