«د اندېښنې پېژندل»

لیکنه: مارټین مک آنټوني
ژباړه: حامدالله ستون
کله کله د اندېښنې پېژندل د اروا پوهانو او طبیبانو لپاره هم پېچلي او ګران وي. په دې څپرکي کې د دې پېچلتیا د مشخص تعریف په څېړلو لاس پورې کوو. د ګټور او بې ګټې خپګان توپیرونه بیانوو او د خپګان د هغو څلورو تګلارو تعریف کوو، چې په خلکو اغېزه کوي. همدارنګه پر ځان باندې د نظارت اصول (چې له خلکو سره مرسته کوي، څو خپګان یې ښه کنټرول کړي) به در وپېژنو.
خپګان څه دی؟
له دې سره سره چې خپګان د ټولو انسانانو یوه مشترکه تجربه ده، خو د یوه ټاکلي تعریف وړاندې کول یې تر حد زیات ستونزمن وي. بلاخره څیړونکي توانېدلي دي، چې د خپګان یو غوره تعریف و مومي. په حقیقت کې د هغو وګړو په څېړلو سره چې له خپګان څخه رنځ وړي، کولای شو و وایو، چې په خپګان کې دری مهم عنصر شاملیږي: د راتونکي په پرتله د تګلوري ټاکل، غمجن کېدل او له ژبې سره تړلي افکار.
د خپګان لومړی اساسي عنصر د راتلونکي په پرتله د تګلوري ټاکل دي. په بله وینا؛ کله چې اندېښمن کېږئ، پر هغه څه تمرکز کوئ، چې احتمال لري پېښ شي. ښايي دا عقیده اړین بحث وي. یا حتی تاسو ورسره مخالفت وکړئ. حتی امکان لري، چې په دې اساس سره خپل استدلال وکړئ، چې د هغه څه په اړه خپه کېږئ، چې د پېښېدلو په حال کې دي، نه د راتلونکې نېټې لپاره!
څومره چې په د قیق ډول کولای شئ وګورئ، خپګان د هماغه اټکل په څېر دی، چې راتلونکي ته په ډار سره کتل د خلکو د نا آرامۍ سبب کیږي.
دې بېلګې ته پاملرنه وکړئ؛ فرض کړئ چې یوې مهمې لیدنې ته د تللو په حال کې یاست، چې ناڅاپه مو د موټر ټیر پنچر کیږي، په دې ترتیب د خپګان احساس مو ټول بدن نیسي. مخکې له دې چې اوسنۍ ښکېلتیا مو د خپګان دلیل وګڼئ، دغه پوښتنې مو له ځان څخه وپوښتئ:«آیا په رښتیا هم خپګان مو د ټیر د پنچر کېدلو له امله دی؟ یا د ټیر د پنچر کېدلو د نا پېژنده پایلو له پاره په اندېښنه کې یاست؟» که چېرې د دې پېښې لپاره اندېښنه کوئ، په احتمالي ډول مو ذهن په راتلونکو پایلو کې ښکېل دی. د بېلګې په ډول؛ «ستونزه منځ ته راغلې، څومره لګښت به ولري؟ څه به پېښ شي که چېرې په وخت لیدنې ته حاضر نه شم؟ شونتیا وه چې مړ شم. آیا ټیرونه په رښتیا سره ساتونکي دي؟ یا اوس احتمالاً د نن شپې لیدنه کنسل کړم.» په هماغه ډول چې ګورئ، کله چې خپګان منځ ته راځي، انسان د هغو منفي افکارو له امله نا آرامه کیږي، چې ښايي په راتلونکي کې پېښ شي.
البته یوازې په راتلونکي تمرکز د وګړو د خپګان لامل نه کیږي. په ټولیز ډول راتلونکي ته مثبت لید په تاسو کې د هیله مندۍ او تازه والي احساس را منځ ته کوي. کټ مټ لکه کله چې د آرامه رخصتیو او یا د جالبو لیدنو لپاره په تمه یاست. کله مو چې افکار د راتلونکي لپاره هیله مند نه وي، خپګان منځ ته راځی.
د خپګان بل عنصر د غمجن کېدونکو افکارو شتون دی. دا افکار د راتلونکي په پرتله منفي لید را منځ ته کوي. ستاسو افکار به یوازې په ناوړه احتمالي پایلو او په راتلونکو غمجنو پېښو تمرکز وکړي.
د شیکاګو له بنسټګرانو څخه یو ډېوېډ د غمجن فکر د موندلو یوه بېلګه ده. هغه د درملنې په وخت کې تازه د اېټالیایي شربتو پلورنځی پرانیستی و. د شیکاګو په ګران بیه او غوره ځای کې د دا ډول هټۍ پرانیستل د ډېوېډ هیله وه. هغه په تېر وخت کې خپل ډېری وخت د نوي کار لپاره په فکر کولو لګولو. کله یې چې د اوړي په یوه ګرمه ورځ کې پيریدونکو ته د خدمت وړاندې کول لیدل، د هیجان او هیله مندۍ احساس یې ټول وجود نیولو. مګر د هټۍ د شاتګ په وخت کې یې په وجود کې د اضطراب او خپګان حس غځونې وکړې او تېرې حیرانتیا او خوښۍ یې خپل ځای وېرې او اندېښنې ته پرېښود.
ولې ناڅاپه دا بدلون را منځ ته شو؟ دلیل یې ښکاره دی؛ ډېوېډ د خپل نوي کار د اداره کولو د خوښۍ د تصور پر ځای یوازې په راتلونکو ناوړه پایلو تمرکز درلود. ټوله ورځ یې ذهن په دې برخه کې په منفي افکارو کې ښکېل و: «که چېرې په خپل کار کې بریالی نه شم، څه پېښیږي؟ وبه نه شم کولای، چې بېرته خپل مخکیني کار ته را وګرځم. شهرت به مې له منځه لاړ شي، بل هېڅ کس به ما ونه ګوماري. خپل حسابونه مې څه ډول ادا کړم؟ څوک به مې د زوی د پوهنتون فیس ورکړي؟ په قاطع ډول به مې مېرمن ما پرېږدي او زوی به را څخه خپه وي. نور به د خپل ژوند په تأمینولو ونه توانېږم. کور به مې له لاسه ورکړم. سقوط کوم او د ځانګړو او عامو خوښیو د له منځه وړلو سبب کېږم. ژوند به مې وروستۍ کرښې ته ورسیږي.»
په هماغه ډول چې ګورئ، د ډېوېډ افکار د خپګان دواړه معیارونه لري. یعنې په راتلونکي تمرکز او غمجن کوونکی تفکر!
د خپګان د تعریف وروستی عنصر په خپله مشخص کیږي. د خپګان د پر مختللو څېړونکو څخه یو توماس بورکوک په لومړي ځل د بې خوبۍ د مطالعې اراده درلوده. هغه د هغو خلکو په څېړلو سره یوه لوی بریالیتوب ته لاس پیدا کړ، چې په بې خوبۍ کې ښکېل وو. هغه متوجه شو، هغه خلک چې د خوب په ستونزو کې ښکېل دي، د ذهن له افراطي فعالیتونو څخه چې خپګان ته ورته دي، رنځ وړي. پر دې سر بېره پوه شو، چې دا ذهني فعالیتونه تر ډېره حده له کلمو څخه تشکیل شوي دي، نه له تصوراتو څخه. د هغو خلکو په اړه د بورکوک مطالعې چې د بې خوبۍ ستونزه لري، هغه دې فکر ته ورساوه، چې اندېښمن خلک معمولاً په الفاظو تمرکز لري. د بورکوک راتونکې څېړنې دا نظریه تايید کړه.
دا څېړنه د خپګان د تعریف د وروستي عنصر (له ژبې سره تړلي افکار) په اساس ده. معمولاً نورمال کسان هم انځورونو او هم خبرو ته پاملرنه لري. که څه هم اندېښنه ډېری په وحشتناکو تصوراتو پیل کیږي، مګر د کلمو ننوتل او پر ذهن باندې د هغو تسلط انځورونه له منځه وړي. کله چې د خپګان احساس کوئ، کولای شئ خپلو افکارو ته په غوږ نیولو سره پوه شئ، چې په مغز کې مو څه تیریږي. په دې ترتیب سره به وګورئ، ستاسو د ننه آواز ستاسو له افکارو څخه تیریږي او انځورونه مو په مغز کې تزاحم کیږي، داسې چې د بل څه په اړه د فکر کولو توان به ونه لرئ. سر بېره پر دې په یوه طرفه خبرو اترو سره به مو افکار چې د غمجن راتلونکي سبب ګرځي، کم شي.
دا دری عنصره یعنې په راتلونکي تمرکز، غمجن تفکر او په خبرو تسلط د اندېښنې اصلي عناصر دي. بورکوک او د هغه ملګري په واضیح ډول د هغه منفي څيزونو په اړه د اندېښنې په تعریف لاس پورې کړ، چې ښايي په راتلونکي کې پېښ شي. [بورکوک، ری و استوبر ۱۹۹۸، ۵۶۲.] دا تعریف د اندېښنې اصلي جوهر دربر نیسي.