د انسان اصلي دوښمن

شيطان ستاسې دښمن دى نو تاسې خپل دښمن وپيژنۍ . هغه خپله ډله ته  د دې لپاره دعوت وركوي  چې هغوي به  ټول  د جهنم  ساكنين شي   .

په دى دنيا كې هر سړى كوشش كوي چې له خپل دښمن سره له احتياط څخه كار واخلي او د دښمن له مكر او چالاكۍ څخه ځان په امان كښې وساتي  .

څوك چې دښمن دار وي نو د هغه ژوند په يره كې تيريږي ، ځكه چې د ښمن ورپسې وي  او موقع ته ګوري ، هر وخت چې  موقع په لاس ورشي نو خپل كار سرته رسوي .

دښمندار د همدې يرې په وجه ځان ساتي ، وسله له ځان سره ګرځوي  او د ځان د ساتنې لپاره محافظين ساتي .

د دوو هيوادو تر مينځ چې كله په كومه موضوع  مناسبات خراب شي بيا كه  د مناسباتو د ښه كولو لپاره  له حكمت عملي څخه كار وا نه خيستل شي نو دا مناسبات  نور هم ورپسې خراب شي او په پاى كې د دواړو هيوادو تر مينځ دښمني د جكړى حد ته ورسي خو په هر حال كښې دواړه دښمن هيوادونه د يو بل له ويرى لازم  اقدامات كوي ، ستراتيجي جوړوي ، پلانونه جوړوي چى څرنګه وكولاى شي دښمن ته شكست وركړي.

مقصد دا چې  دښمن ته د شكست وركولو په خاطر له ټولو په لاس كې لرلو  امكاناتو څخه استفاده كوي.

خو افسوس چې زياتره خلك خپل اصلي دښمن نه پيژني ، كه دوي خپل اصلي د ښمن پيژندلى وى نو د ځان د ساتنې او محافظت لپاره به يى لازم اقدامات كړې وې .

خداى پاك په پورتني آيت كې مونږته  حقيقي دښمن په ښه شان ښودلى او معرفي كړى دى.  د انسان حقيقي دښمن انسان نه دى بلكې  دا دشمن شيطان دى.

دخلقت له  لومړۍ ورځې نه د انسان لوى دښمن همدغه شيطان دى چې په ډير منظم  انداز سره د انسان د كمراه كولو او بى لارى كولو  هڅې كوي ، همدا وجه ده چې خداى پاك د قران په بيلابيلو آياتو كې خپل بندګان د شيطان له شر څخه خبر كړي دي

خداى پاك په سوره بقره كې فرمايي :

( الشيطن يعدكم الفقر و يامركم بالفحشا) ( البقره 268)

شيطان تاسې په  فقير تهديدوي  او د فحشا حكم دركوي.

خداى په سوره يوسف كښې فرمائي :

( ان اشيطن للإنسن عدو مبين ) ( يوسف 5)

شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.

همدا شان رسول اكرم ( ص)  فرمايلي دي : شيطان ستاسې په هر كار كې  مداخله كوي يعنى ځان در رسوي ، د ډوډۍ د خوړلو په وخت كې تاسى ته ځان در رسوي ، نو لهذا كله چې د ډوډۍ د خوړلو په وخت كښې  له تاسى نه يوه لقمه  د  دستر خوان  پر مخ پريوځي نو هغه اوچته كړۍ ، ويى خورۍ او شيطان ته يى مه پريږدۍ چې ويى خوري.

شيطان له انسان  سره دومره دښمني لري چې د ډوډۍ خوړولو په وخت كې يى هم نه پريږدي او د ډوډۍ د بى بركته كولو لپاره ځان په زوره بى بلنې ميلمه كوي ،ددى لپاره چې  د ډوډۍ  خوړلو په وخت كښې مو د شيطان د راتلو مخه  ونيسۍ   او په ډوډۍ كښې بركت پيدا شي نو هر مسلمان ته ښايي چې د ډوډۍ د خوړلو شروع په  بسم الله و توكلت على الله  سره وكړي

كه څه هم   شيطان د انسان په هر كار كښې مداخلت كوي ليكن د شيطان ستر هدف  په كورنۍ كې د ښځې او خاوند تر مينځ بيلتون او  نفاق پيدا كول دي . مونږ وينو او اورو چې په ډيرو كورنيو كې د ښځې او خاوند تر مينځ جنجالونه ، جنګونه او شور ما شور پيدا كيږي ، دا ټول د شيطان كارونه دي ، شيطان د ښځې او خاوند په مينځ كښې د نفاق او  بى اعتمادۍ  فضا  مساعدوي .

همداشان شيطان  په يوه كورنۍ كې د ورونو ، خويندو ، مور پلار او اولادونو تر مينځ ، د خپلو خپلوانو  تر مينځ د روابطو او اړيكو په خرابولو كې  لوى لاس لري . يو سړى  چې د مور او پلار خبره نه مني او احترام يى نه كوي دا د شيطان كار دى ، خداى پاك   خو دغه سړي  ته نه وايي چې د مور او پلار احترام مه كوه ، بلكى برعكس  خداى پاك ورته  وايي چې د مور او پلار احترام وكړه او د هغوي خبره ومنه  ، خداى پاك په قران كښې فرمايلي دي چې ( لا تقول لهما اف ) تاسى ورته اف هم مه وايۍ .

خداى پاك مسلمانانو ته وايي چې تاسى ټول سره ورونه ياست ، مكر ليدل كيږي چې  زياتره م سلمانان  د خداى  له امر څخه سرغړونه كوي ، په مسلمانانو كښې بى اتفاقي ده ، د مسلمانانو تر مينځ نفاق دى او د همدى بى اتفاقۍ او نفاق په وجه دوي ډير كمزوري شوي دي .

د دى  بى اتفاقى او نفاق  تر شا څوك ولاړ دي ، همدا شيطان دى چې ددوي تر مينځ  د نفاق او بى اتفاقۍ تخم شيندي . اوس كه مسلمانان خپل خداى ته رجوع وكړي او د شيطان له وسوسى نه خداى ته پناه راوړي نو دا بى اتفاقي او نفاق به له مينځه لاړ شي او له مسلمانانو نه به په جهان كښې يو قوت جوړشي.

په افغانستان كښې د بيلابيلو قومونو او مليتونو تر مينځ بى اتفاقي ده ،  دا بى اتفاقي  شيطان پيدا كړى ده ، كه افغانان  شريعت   ته وكوري او د خداى امر پر ځاى كړي نو شيطان به هيڅكله ونه  شي كړاى ددوي تر مينځ  د بى اتفاقۍ تخم وشيندي ، چې بى اتفاقي له مينځه لاړه شي نو وطن به جوړ او چې طن جوړ شي نو خلك به خوشحاله او آرام شي .

هر مسلمان بايد كوښښ وكړي چې په دنيا كښې له خپل لوى دښمن  شيطان   څ خه ځان خلاص كړي ، د  دى دښمن له شر څخه دخلاصون يوه لار او يوه طريقه ده او هغه دا ده چې مونږ د شريعت پابندي  وكړ و، د خداى پاك له ياد څخه غافل پاتې نه شو او  خداى پاك  ته د شيطان له شر څخه پناه يوسو  . يو خداى دى چې مونږ د شيطان له شر څخه په امان كښې ساتلى شي بل هيڅ څوك دا كار كولاى نه شي

هر مسلمان ته ښايي چې په دى خبر  ورباندى غور وكړي اوهغه په ژوند كښې عملي كړي.

و ما علينا الإالبلاغ

فضل الله رشتين