دوشنبه , 29 اپریل 2024

د انسان تر ټولو لوی پنځه دښمنان

منيب الرحمان رحماني

 

انسان دې نړۍ ته د يو مسولیت سره راغلی، ځینې کارونه دي چې بايد سر ته یې ورسوي، ځینې شيان دي چې بايد پام ورته وکړي، ژوند د يو ښوونځي غوندې دی، چې انسان پکې د زده کړې او ودې يو چانس لري او بايد له دې چانس څخه استفاده وکړي، تر څو ناکام نه شي، او دوهمې مرحلې ته تيار شي، انسان به تل د بدلون په حال کې وي په يو حال صرف يو خالق دى.

 

د ژوند په دې ښوونځي او سفر کې ځینې داسې شيان دي چې د انسان څخه د هغه د سفر مقصد، د هغه مسولیتونه، د هغه دنده هېروي او په داسې څه يې مشغول کوي چې په دې سفر کې ګټه نه لري، بلکې زیانمن وي او انسان بلاخره په دې سفر کې د ماتې سره مخ کوي، چې دا د انسان لپاره بېلابېل کړوانه رامنځته کوي.

 

په دې ليکنه کې هغه پنځه دښمنان درته په نښه کوو چې زموږ او ستاسې د ژوند په دې سفر کې د زيان او ناکامۍ خواته بيايي.

 

١-: ځان

 

د انسان تر ټولو ستر دوست او دشمن یې خپل ځان دی، په هر حالت کې انسان د تر ټولو مناسبې پرېکړې مسوليت لري او هغه کړنې چې انسان يې له پايلو ناخوښ وي، ټولې یې خپلې پرېکړې او ټاکنې دي. د دې لپاره انسان بايد اول همدا دښمن او دوست کېدونکی خپل ځان وپېژني، تر څو خپله د ځان دښمن ن شي، تر څو چې يو شی ونه پېژندل شي، د هغه له تاثیراتو او سالمې کارونې کنټرول ممکن نه دى.

 

٢-: ايګو

 

ايګو يا زه، کوم چې موږ ورته خپل شخصیت وايو، يانې هغه انځور چې په ذهن کې يې د ځان څخه موږ لرو، ايګو يا انانيت د ټولو دښمنانو مور، ځان ښکارونه، کبر، قهر، غوسه، شهوت، د دې ټولو په بنسټ کې ايګو ده، ځان ښکاروي چې خلک یې خوښ کړي، کبر کوي چې ځان لوی وښيي، غوسه کوي چې خپل ځان زورور وښيي، په شهوت کې مقابل طرف غواړي ودردوي تر څو خپل ځان ورته قوي ښکاره شي، هغه پرېکړې چې بنسټ یې ايګو وي روغ والی یې ستونزمن کار دى.

 

٣-: جهالت

 

د جهالت او ناپوهۍ کلمه اوس عامه شوې ده، ډېری د جهالت او ناپوهۍ په څرنګوالي نه پوهېږي، په دې په واقعي توګه خبر نه دي چې جهالت زموږ په ژوند کې کوم تاثيرات څه ډول رامنځته کوي، انسان تل په هغه کار کې زيان کړی وي چې ورباندې علم ونه لري، جاهل انسان په ګمان او خيال کې ژوند کوي، د ژوند، دنيا او اخرت ټولې تمې یې په خيال ولاړې وي او پايله یې لوی ضرر وي.

 

٤-: شهوت

 

د انسان ځینې حواس ترنورو ډېر ځواکمن دي، کوم چې د انسان اراده لړزوي او د انسان لپاره يې کنټرول اسان کار نه دی. داسې ګڼ حواس او احساسات شته خو د دوی په سر کې شهوت راځي، شهوت داسې یو حس دی چې د انسان د ورځني فکر لويه برخه جوړوي او انسان د خپل ټول ژوند له اصلي کیفیت څخه لرې ساتي.

 

همدا راز دا يو ذهني روږدي توب رامنځته کوي او د انسان استعداد وژني، د شهوت سره د مبارزې لومړۍ لاره په لومړي قدم کې د دې حس سرچینه بندول دي، د شهوت لومړی قدم فکر دی، دا فکر کله همداسې خيالي جوړ شي، کله په چاپېريال کې شخص يو څه ويني او د هغه فکر متحرک کوي او زيات فکر په يو حس بدلېږي.

 

حس انسان يو کار ته اړ کوي، نو که غواړو د شهوت له غلامۍ خلاص شو بايد لومړی یې خپل فکر ته پرېنږدو او دوهم له داسې څيزونو لرې وګرځو چې زموږ دا حس رابېدار کړي.

 

دوهم حل لاره دا ده چې انسان د تل لپاره کېدی شي د ځان څارونکی ونه اوسي او د دې کنټرول ورته سخت شي، نو له دې کبله ښه ده چې انسان خپل دا حس په شرعي ډول حل کړي او واده وکړي، هر څه به خپل ځای ته ورسي، وږي به ماړه شي او انسان به شهوت د فکره خلاص او خپل ژوند کې نوښت او پرمختګ ته دوام ورکړي.

 

٥-: اعتياد او يا روږدي کېدل

 

په ناوړه څيزونو خو روږدي کېدل پېژندل شوی واقعیت دی، خو ان په ښه شي روږدي کېدل هم ښه کار نه دی، روږدي کېدل داسې يو کړ دی که انسان یې ونه غواړي هم کوي یې، دا د انسان د ارادې قتل دی کوم چې انسان د انسانیت څخه وباسي‌، د نه روږدي کېدو لپاره طلايي قانون په هېڅ شي کې افراط نه کول دي او د ناوړه کړنو خو تجربه کول هم لوی زيان دى.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني