چهارشنبه , 15 مې 2024

د انسان د کمزورۍ ۴ ستر لاملونه

انسان مختلف حسونه لري. دا حسونه وخت پر وخت په مختلفو سويو او درجو کې په انسان کې ظهور کوي، هر يو حس چې په لوړه اندازه په انسان کې ظاهر شي، نو انسان په هغه وخت کې له هغه حس څخه بغیر بل هېڅ نه غواړي، بلکې صرف غواړي همدا حس یې پوره شي يانې دا حس یې چې څه غواړي ژر تر ژره همغه وکړي او خپل هغه حسي لوږه تسکین کړي، خو په دې کې بيا ځينې حواس داسې دي، چې تر نورو ډېر غښتلي دي او انسان یې د خپل ځان نظر نورو ته ډېر تابع کړی دی يانې انسان په دې حواسو زيات واک نه لري او چې پکې بل شي، نو انسان په دې کې وي، چې څه ډول اوس دا تسکين کړي.

 

په دې ليکنه کې د انسان د هغه حواسو څخه خبرې‌ اترې کوو چې تر نورو حواسو ډېر غښتلي دي او انسان ډېر ژر ځان ته تسليموي.

 

۱:- شهوت

 

شهوت يو له هغه حواسو څخه دی، چې انسان یې تر ټولو ډېر په ځان مشغول کړی وي. په دې حس کې د انسان نور حواس هم تسکين کېږي. دا يو ډېر پراخ حس دی، د دې حس سره انسان داسې يو سویې يا حالت ته رسېږي، چې حتی زنا او له دې وړاندې تېروتنې ورڅخه هم کېږي. د انسانانو دا ضعيف حس نه يوازې دا چې دوی یې ځپلي دي، بلکې د نړيوالو بازارونو لپاره يو د ضعف د ټکي په صفت پېژندل شوی او د خپلو ګټو لپاره کارېږي. ډېری هغه خلک چې سياسي او لوړ تجارتي اهداف لري، ډېر کله له همدې زخمي ګوتې څخه نيول کېږي او په همدې ټکي کې لوبه بایلي.

 

۲:- غرور

 

غرور يا کبر هم د شهوت څخه کم حس نه دی او حتی دا دواړه حواس کولی شو په یوه کټګورۍ کې سره حساب کړو، البته د طاقت له اړخه دا حس د شهوت په څېر تل انسان په ځان مصروف ساتي، د انسان په هر حرکت کې ځان ته ځای پيدا کوي او ځان ښکارونه رامنځته کوي. همدا راز په مختلفو بڼو په انسان کې تجلي کوي. کله انسان ځان ډېر ارام ښيي او ګوښه کې کېني، ځینې وخت بيا ښکاره مغرور انسان وي، چې د دواړو بنسټ غرور دی. ځان ګوښی انسان په اصل کې تر نورو ډېر کبرجن وي، هغه نورو خلکږ ته د عامو او عادي خلکو په څېر ګوري او ځان ورته ډېر خاص ښکاري.

 

۳:- خيال پلو

 

نه پوهېږم خيال پلو ته د کوم حس يا د حواسو د جمعې نوم ورکړو، خو خيال پلو هم د فکرونو له جملې څخه دی، چې انسان يې تل په خپل کټ کې ورسره څملولی وي. انسان چې په لاره ځي، څه خوري، څه کار کوي او حتی تشناب ته ځي هم چورتونه وهي. په دې کې ډېری خيال پلو وي. په راتلونکي کې د ځان لپاره عجيب غريب خيالونه جوړوي يا په تېر وخت کې د کاشکې په چوکاټ کې ځانته خيالونه جوړوي او د دې خيالونو د اسارت نه، نه خلاصېږي.

 

۴:- غوسه

 

غوسه هم يو له هغو حواسو څخه ده چې کله انسان پخپله غېږ کې ونيسي، بيا نو هر څه ورباندې کوي. غوسه داسې يو خطرناک شی دی، چې کولای شي د سړي د ټول عمر خواري په يوه لحظه کې په سيند لاهو کړي او يا داسې حرکت ورباندې وکړي، چې ټول عمر بیا پښېمانه وي، خو په لاس به څه نه ورځي. د غوسې په وخت کې د انسان شعور په کامل ډول فلج شوی وي او انسان په دغه شېبه کې د عقل سره ډېره فاصله لري.

 

ژباړه : منیب الرحمان رحماني