د انسان پر ژوند د ملګري اغيز

ژباړه: محمد ياسين اديــــب

ډېری کسان ملګري يوازې د وخت تېرولو او خوشاله اوسېدو لپاره اړين بولي، په واقعیت کې داسې نه ده، د ښه ملګري درلودل کولی شي د کس په بدني او روحي سلامتيا کې اغيز وکړي. ښه ملګری ستاسې روغتيا تضمينوي.

د ښه ملګري درلودل څه ګټه لري؟

د ښه ملګري درلودل يو له لويو الهی نعمتونو څخه دی. په حديث کې راځي« چې ښه دوست کېدای شي تر ورور نه هم نږدې وي.»

د ملګري درلودل خصوصا هغه ملګری چې کړه وړه  يې زموږ د خوښې وړ وي؛ زموږ د سالمې روغتيا او د ژوند د اوږدوالي لامل کيږي. ملګري تل زموږ تر څنګ دي. هغوی په ناامېدۍ کې زموږ لاس نيوی کوي، په خوښي او کاميابيو کې زموږ سره يوځای وي. هغوی زموږ لپاره د کورنۍ پشان دي، چې دوستانه اړيکې يې زموږ پر بدني او روحی سلامتيا مثبت اغيز ښندي.

ملګری څه صميمي وي او يا غير صميمی، په سختو شرايطو لکه: د چا له لاسه ورکول، ناروغي او يا نورو فردي ستونزو کې خپل حمايت او مرسته له موږ سره ساتي او د استرس د ختمولو لامل مو هم کيږي. همداشان کولی شي د خوښيو، مېلو او نورو چارو کې زموږ سره شريک شي.

ملګری کولی شي تاسې ته ښه مشوره درکړي، کله چې د يو اړين کار د کولو نيت لرو لکه ورزش، د سيګرټ پرېښودل او يا د روغتيا په ښه والي کې مو تشويقوي.

د هغه کسانو د عادتونو او کړنو منل، چې موږ ډېر وخت ورسره تيروو؛ ملګري کېدل او د دوستۍ پالل هغو کسانو سره چې  ژوند ته يوه سالم او مثبت ليدلوری لري موږ د روغتيا او سلامتيا لوري ته بيايي.

کله چې زموږ ژوند کې بوختياوې زياتيږي له هر څه نه ډېره زموږ اړيکې له ملګرو سره کمرنګه کيږي؛ نو تاسې څنګه کولی شئ خپلې ملګرتيا وپالئ او يا نوي ملګري پيدا کړئ؟

ملګرتيا يوه دوه اړخيزه اړيکه ده. د دې لپاره چې يو ښه ملګری ولرئ، بايد په لومړي سر کې يو ښه ملګری واوسئ. که ډېر وخت يو بل نه وينئ؛ خو د څو شېبو لپاره هم د ليدو چانس د لاسه مه ورکوئ.

د هغوی برياوې تشويق کړئ، په خوښيو کې ورسره شريک شئ او د ستونزو په وخت کې د مرستې لاس ور وغځوئ. کله کېدای شي د ملګري په څنګ کې اوسېدل او يا يوه نېکه خبره کول هم ټولې اړتياوې يې پوره کړي. هر کله مو چې وخت پيدا کړ د تفريح او خوښيو لپاره يو بل سره يوځای واوسئ دغه وخت او انرژي په اړيکه او ستاسې په روحي او بدني سلامتيا کې ذخيره شوې ده .

آيا دېر ملګري نه لرئ  او نويو ملګرو ته ضرورت لرئ؟

حتی ډېر عادی خلک هم کولی شي د دواطلبي کارونو په مرسته، يوه غونډه کې په ګډون کولو، په يو ورزشي سټيوديم کې په داخلېدلو اود ټولنيزو رسنيو له لارې نوي ملګري ومومي. کله چې هغو کسانو سره چې تاسې سره شريکې غوښتنې لري اړيکه ټينګوئ، په غير شعوری ډول هغوی سره صميمي کېږئ. بېغمه واوسئ کومه اړيکه چې تاسې غواړئ انتخاب کړئ او ويې پالئ، ستاسې د رشد لامل کيږي.

که ستاسې ملګری داسې څوک دی، چې ډېری وخت شکايت او نيوکه کوي او تاسې له يو بد حالت سره مخ کوي او يا هغه کس چې ستاسې هڅې د ځان د اصلاح لپاره تخريبوي، اوس يې وخت دی چې ترې لاس واخلئ او د يو بل کس په لټه کې شئ، د يو مثبت ليدلوری والا کس.

په ياد ولرئ که بدمرغۍ او ستونزې ملګری غواړي؛ نو همداسې بريا، خوښي او سلامتيا هم  يار او ملګري ته ضرورت لري.

ملګری تاسې اراموي. احساس کوئ د نړئ ټول بار ستاسې پر اوږو دی؟  ښه ملګری کولی شي د دغه بار په کمولو کې تاسو سره مرسته وکړي. وخت تېرول له ملګرو سره کولی شي ستاسې د فشار( استرس) په کمولو او ستاسې په ارامولو کې مرسته وکړي. په کومه ټولنه کې چې ژوند کوو زياتره چارې يې له فشار او استرس سره مل دي ؛ نو د ملګرو شتون د دغه ناروغي په ختمولو کې دېر رول لري.

نورو سره اړيکه تاسې مهربانه کوي، ملګرتيا تاسې ته د يوځايوالي او دوستۍ ښه احساس درکوي . ملګري کولی شي تاسې ته د لوړو احساساتو دروازې پرانيزي. يو احساس چې له ټولنې سره په اړيکه کې وي، ستاسې انګېزه د روغتيا او خوښۍ لپاره زياتوي. کله چې تاسې له ملګرو سره په اړيکه کې شئ او د نورو ژوند ته نظر وکړئ وينئ، چې ټول خلک د مبارزې په حال کې دي او ډېرې ستونزې لري او تاسې يواځې نه ياست، چې د غه کار په  تاسو کې د ښه احساس د پياوړي کولو لامل کيږي.

د يو ښه ملګري درلودل کولی شي تاسې سره مرسته وکړي، چې يوه لويه ستونزه کوچنی شي، زموږ روغتيا هم له دغې قاعدې نه بهر نه دی.څېړنې ښودلي دي، چې کله تاسې يوه غښتلي حمايتي قوه لرئ؛ نو يوه مثبته انرژي او د مبارزې قدرت له يوې ناروغۍ سره هم  لرئ او همداشان د ژور خپګان له خطر نه هم بچ ياست. د استرس د کموالي ترڅنګ، ټولنيزې دوستانه اړيکې ستاسې پر ټوليز خوی اوعادت باندې هم مثبت اغيز لري. څيړونکي موندلي دي، چې د نوي ملګري موندل ستاسې روحيه (د اکسی توسين) په ازادولو سره لوړوي. ريښتيا خو داده چې پرته له ملګرو نه هېڅوک نه شي کولی تاسې وهڅوي او روحيه درکړي.

ملګري ستاسې په اوسنئ ژوند کې هم ژور اغيز لري او هم په راتلونکي کې مرسته کوي. د دوستۍ اړيکي موږ سره مرسته کوي چې اوږد ژوند ولرو، کېدای شي لامل يې دا وي چې هغوی زموږ په ورځيني چارو کې اغيز لري.

ملګري کولی شي موږ سره د سېګرت په پرېښودلو، ښه خوراک کولو او يواځيتوب نه په ژغورلو کې مرسته وکړي.