د انسان په اړه څو مهم ټکي

 ژباړه: بختیار ساحل

۱ ـ د ځمکې پرمخ بشر تر ټولو زیاتې خبرې کوي ، دغه سروې د روسیې هېواد د ډاکټرانو لخوا ترسره شوې ده .
دغه څيړونکو د انسان متوسط عمر ۷۰ کاله ښودلی چې په دومره عمر کې هر انسان ۱۳ کاله خبرې کوي ، ۶ کاله غذا خوري ، او ۲۳ کاله خوب کوي .
۲ ـ هر کس په اوسط ډول سلوګونه ټنه غذا خوري .
۳ ـ هر انسان په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰ لیتره هوا تنفس کوي .
۴ ـ زړه یې په هره دقیقه کې له ۸۰ نیولې تر ۱۰۰ ځلو پورې درزیږي .
۵ ـ انسان یواځینی موجود دی چې مخامخ مزل کوي او په دوو پښو لار وهي او په اوسط ډول د ورځې ۲۰ زره قدمه اخلي چې د کال ۷ میلیونه کیږي . او په ۷۰ کلنۍ کې د دغو قدمونو شمیر ۵۰۰ ملیونو ته رسیږي ددې محاسبې له مخې ویلی شو ، چې هر انسان ۹ ځله د ځمکې تر کرې تاویږي .
۶ ـ د انسان وجود د یو عجیب پوښ په وسیله محفوظ شوی دی ، چې دا پوستکی دی او په دغه پوستکي د ورځې ۳۰ ملیونه میکروب کیني او ۲۹ میلونه یې مري ، چې یواځې له ددو ساعتونو وروسته له دې ۳۰ میلونو ۷ زره یې په پوستکي پاتې کيږي .
۷ ـ د انسان په بدن کې له ۲ څخه تر ۴ میلونو پورې د درد ځایونه وجود لري .
۸ ـ د انسان وجود عجیب مقاومت لري کولای شي ، چې د تودوخې له ۴۴ درجو نیولې تر ۴۵ درجو پورې د ګرمۍ تحمل وکړي .
۸ ـ انسان کولای شي ، چې ۵۲ ورځې یواځې د اوبو څښلو په وسیله ژوندی پاتې شي .
۹ ـ د بدن تر ټولو حساسه عضوه سترګه ده چې کولای شي ۱۰ زره رنګونه تشخیص کړي.