د انشټین شل خبرې، چې ستاسو فکر ته بدلون ورکوي

۱ ـــ طبیعت ته په ژوره توګه وګورئ، له هغې وروسته به هرڅه په غوره توګه درک کړئ.

۲ ـــ هڅه مه کوئ، چې یو بریالی کس درنه جوړ شي، په بدل کې یې هڅه وکړئ، چې یو ارزښتمن انسان واوسئ.

۳ ـــ روزنه هغه څه دي، چې د هغو څیزونو له هېرولو وروسته، کوم چې په ښوونځي کې مو زده کړي، کولای شو، بېرته په یاد راوړو.

۴ ـــ موږ نه شو کولای، چې خپلې ستونزې د فکر په هغې بڼه باندې حل کړو، په کومې چې ستونزې مو را منځته کړې دي.

۵ ـــ ژوند د یوه بایسکل په څېر دی؛ د دې له پاره چې خپل توازن وساتئ، نو باید حرکت ته دوام ورکړئ.

۶ ـــ مهمه موضوع داده، چې هېڅکله له پوښتنې کولو څخه لاس وانخلئ، د ځیرکتیا د هر حس له پاره یو ځواب شتون لري.

۷ ـــ انسان باید هرڅه ته هغه ډول وګوري، چې دي، نه هغه ډول، چې خوښېږي یې.

۸ ـــ له منفي انسانانو څخه واټن واخلئ، ځکه چې هغوی د هرې حل لارې له پاره یوه ستونزه لري.

۹ ـــ منطق تاسو د ( الف) له ټکي څخه د (ب) ټکي ته رسوي، خو تصور تاسو هرځای ته بیایي.

۱۰ ـــ هېڅکله له هغه کار څخه لاس مه اخلئ، کوم چې د ترسره کولو قصد یې لرئ. هغه څوک چې ستر خوبونه لري، له هغه چا څخه ډېر ځواکمن دی، کوم چې په ټولو حقایقو باندې پوهېږي.

۱۱ ـــ کمزوري خلک غچ اخلي، ځواکمن خلک بښنه کوي او هوښیار خلک نالیدلي نیسي.

۱۲ ـــ یوه کښتۍ په ساحل کې تل خوندي ده، خو دا هغه څه نه دي، چې ورته جوړ شوي.

۱۳ ـــ هغه څه چې سم دي، تل مینه ناک او خوښونکي نه دي او هغه څه چې خوښونکي دي، تل سم نه دي.

۱۴ ـــ زده کړه، په حقایقو باندې د ځان پوهول نه دي، بلکې د فکر کولو له پاره د ذهن روزنه ده.

۱۵ ـــ تخیل له پوهې څخه ډېر غوره دی.

۱۶ ـــ له مرګ څخه وېره، د وېرو تر ټولو بېځایه بڼه ده، ځکه هېڅ یوه برده پېښه مړ انسان نه ګواښي.

۱۷ ـــ د هرې ستونزې په منځ کې یوه موکې شتون لري.

۱۸ ـــ زه ټولو سره په یوه بڼه خبرې کوم، که هغه کس پاکوونکي وي او که د پوهنتون رییس.

۱۹ ـــ د ژوند کولو له پاره دوې تګلارې شتون لري، یوه هغه چې داسې وګڼو، چې هېڅ معجزه شتون نه لري او بله یې دا ده، چې هرڅه معجزه وګڼو.

۲۰ ـــ زه له هغو ټولو کسانو څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې ماته یې (نه) ویلي، دا هرڅه د هغوی له امله دي، چې زه په دې مقام کې یم.

ژباړه: عطا محمد میاخېل