د انعکاس راډیو تلوېزیون د درې تنه ښځينه کارکوونکو دشهيد کېدو لومړی تلين

نن د مارچ دمياشتې څلورمه د انعکاس راډیو تلوېزیون د دوبلې دڅانګې د درې تنه ښځينه کارکوونکې « شهناز روفي، سعديه سادات، مرسل واحدي» د شهيد کېدو د لومړی تلین دوهمه ورځ ده، چې یو کال وړاندې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار بنګړيوالانو کوڅې مخې ته دوه شهیدانې شوې او د انعکاس راډیو تلویزیون یوه بله د دوبلې څانګې کارکوونکې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې په داسې مهال شهیده شوه، چې نوموړې له دفتر څخه د کوره په لاره وې.
د دې کارکوونکو کورنۍ وايي، د شهادت يې کال پوره شو خو تر اوسه يې قاتلين نه دي نيول شوي، له حکومت څخه غواړي، چې قاتلين يې ونيسي.