د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن پای ته رسېږي

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې له انګلستان کرکټ لوبډلې سره د درې ټېسټ لوبو لړۍ د چهارشنبې په ورځ پیل کړه، چې نن یې د لومړۍ ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ ده او پایله به یې معلومه شي.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې ټېسټ کرکټ لوبو لپاره سفر کړی دی، چې لومړۍ ټېسټ لوبه یې نن پای ته رسېږي.

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ټولې ۲۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

ویسټ انډیز لپاره ۶ وېکټې جېسن هولډر او ۴ وېکټې شېنن ګېبرېیل واخېستې.

ویسټ انډیز د لوبې په درېیمه ورځ خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې نسبت انګلستان ته ښه وځلید، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۱۸ منډې وکړې.

کرېګ برېتوېټ ۶۵ او شېن ډورېچ ۶۱ منډې ترسره کړې.

ویسټ انډیز په انګلستان ۱۱۴ منډې ور واړولې وې.

انګلستان د لوبې په څلورمه ورځ لوبې ته ادامه ورکړه او په پنځمه ورځ یې هم دوه لوبغاړي پاتې دي او توپوهنه کوي.

انګلستان اوس په ویسټ انډیز ۱۷۰ منډې ور اړولي او لیډ یې ورکړی دی؛ خو د نورو دوه وېکټو تر سوځېدو به خپله توپوهنه غځوي او ویسټ انډیز ته به هدف ورکوي.

کله چې د انګلستان ټولې وېکټې وسوځېږي، بیا د ویسټ انډیز لوبډله د نن ورځې ترپایه هدف پوره کوي.

له کابو ۷ میاشتیني ځنډ وروسته یو ځل بیا د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ لوبډلو په لومړۍ ټېسټ لوبه د کرکټ لوبغالو تړلې دروازې پرانیستل شوې او لوبې پیل شوې.

دواړه لوبډلې درې ټېسټ لوبې لري، چې لومړۍ لوبه یې د جولای په اتمه نېټه پیل شوې او د جولای په دولسمه نېټه نن پای مومي، دویمه ټېسټ لوبه د جولای په ۱۶ مه نېټه پیلېږي او درېیمه ټېسټ لوبه د جولای په ۲۴ مه نېټه ترسره کېږي.