د اورکم له اونۍ وروسته د وسله والو طالبانو بریدونه د قطر هوکړې خلاف دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما او اروپایي ټولنې د وسله والو طالبانو له لوري د اورکم مودې د غځولو غوښتنه کړې او وایي، که ثابته شي چې د اورکم له اونۍ وروسته بریدونه د وسله والو طالبانو له لورې وشي دا به د قطر له هوکړې په بشپړه توګه سرغړونه وي .

په داسې حال کې چې امنیتي چارواکو تیره شپه په زابل او کندهار ولایتونو کې پرافغان سرتیرو د وسله والو طالبانو د بریدونو خبرو ورکړی خو طالبانو بیا یواځې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر ملي پولیسو د برید مسولیت منلی او د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو  ته ویلي چې د تېرې شپې راهیسې په څو ولایتونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا بیا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي که تایید شي چې دا بریدونه وسله والو طالبانو کړې نو دا به د دوحې له هوکړې خلاف وي.

همدا راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې داسې راپورنه یې تر لاسه کړي چې وسله والو طالبانو د اورکم له اونۍ وروسته خپلو وسله والو ته امر کړی چې پر افغان ځواکونو یو ځل بیا خپل بریدونه پیل کړي نو ملګري ملتونه د اورکم د د غځېدو غوښتنه کوي ترڅو چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره مناسب چاپیریال ته زمينه برابره شي .

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او په افغانسان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم د طالبانو له لورې د اورکم مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده .