‏د اوسپنې پټلۍ ادارې تېره يوه مياشت کې ٥٢ واګونه سوداګریز توکي له هېواده بهر صادر کړي دي

‏د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي چې تېره يوه مياشت کې د هرات د تورغنډۍ بندر له لارې ٥٢ واګونه سوداګریز توکي چې ټول وزن یې ٣٤٤٢ متریک ټنه کېږي او ډیره برخه یې د انارو جوس دي، له هېواده بهر صادر شوي دي.