د اوسپنې پټلۍ ادارې ١٤ تخنیکي کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته ولېږل شول

‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي، چې د یادې ادارې ١٤ تخنیکي کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته ولېږل شول. په خبره یې، یاد کسان به له ۴ میاشتنې زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شي.