د اولادونو د ښې روزنې په اړه څو لنډې لارښوونې

۱-  ډالۍ لومړی نجلۍ ته ورکړئ.

۲-  خپل ماشوم سره ماشومانه لوبې وکړئ.

۳-  خپلو اولادنو ته په سلام اچولو سره، هغوی ته شخصيت ورکړئ.

۴-  خپل ماشومان ښکل کړئ.

۵-  ماشومان مو په ماشومانه کارونو سره مه رټئ او کارونو ته يې په سپک نظر مه ګورئ.

۶-  ماشومانو ته مو د وکړه، مه کړه ( امر او نهي ) د کلماتو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ، ترڅو جرئت پيدا کړي.

۷-  ماشومان مو  هېڅکله د ژړا لپاره  مه رټئ ( مه يې وهئ ).

۸-  خپلو ماشومانو سره چې کله کومه وعده کوئ، نو عمل پرې وکړئ.

۱۰ – ماشومانو ته مو د زده کړې ( تعليم ) په هکله مالومات ورکړئ او ورته ويې هڅوئ.

۱۱-  د مېلمنو مخکې مو ماشومان مه رټئ.

۱۲-  که په کور کې ماشوم ته احترام وشي نو هېڅکله به د پلار او مور خبره پر ځمکه ونه غورځوي.

۱۳-  د پلار او مور له لوري پر ماشوم شفقت، ماشوم په خپل نفس برلاسی کوي او ډاډمنوي يې.

۱۴-  بريالی روزونکی هغه دی چې د ماشوم غوښتنې په ښه ډول او پرته له کوم منفي برخورد څخه ومني.

۱۵-  خپل ماشومان مو په رښتيا ويلو عادت کړئ.

 

۱۶-  ماشومان مو مه ډاروئ، ډار د ماشوم شخصيت زيانمنوي او په رواني ستونزو يې اخته کوي.

۱۷-  د ګناه زيانونه مو ماشومانو ته روښانه کړئ او په دې يې پوه کړئ چې د ګناهکار څخه خلک کرکه لري.

۱۸-  مخکې له دې څخه مو چې ماشوم شپږ کلن شي نو بستر يې جلا کړئ.

۱۹-  پند او لارښوونه هغه وخت په ماشوم تاثير کوي چې د کورنۍ مشران او غړي يې خپله په ځان عملي کړي.

۲۰-  کورني او بيروني نظام ترمنځ توپير ته قايل شئ او ماشومان مو دننه کور کې آزاد پرېږدئ چې لوبې وکړي.

۲۱-  د ماشومانو څخه غير منتظره کړنې تر يو بريده قبولې کړئ.

۲۲-  د ټولنې کمرنګه او ناکامه کسانو سره هېڅکله خپل ماشومان مه پرتله کوئ.

۲۳-  خوږې او پندناکه لنډې کيسې مو ماشومانو ته په خپله ژبه ووايئ او غورچاڼ يې په لنډيز ډول ورته روښانه کړئ.

۲۴-  په کوچنيوالي کې د ماشومانو ډېره شوخي، په لويوالي کې د هغوی د ښه او پياوړي ذهن څرګندونه کوي.

۲۵-  له ۷ کلنۍ څخه مو ماشومان په لمانځه عادت کړئ، لمونځ د ماشوم ذهن او روح په دايمي ډول آرامه کوي.

۲۶-  ماشومانو ته مو قرآن زده کړئ، د قرآن زده کړه هغوی ذهنا او روحا د نورو زده کړو لپاره چمتو کوي.

۲۷-  د ماشومانو مخکې هېڅکله شخړه مه کوئ.

۲۸-  هېڅکله د ماشومانو مخکې داسې مه ووايئ چې: خدايه مرګ راکړې.

۲۹-  د ماشومانو غوره استعدادونه پيدا او انکشاف ورکړئ.

۳۰-  د پلار او مور له لوري پر ماشومانو شفقت، د هغوی لپاره هرڅه دي، پر ماشومانو مو د مينې ګېډۍ ووېشئ.

۳۱-  د عمري تکامل په نسبت مو ماشومان ورو ورو څپلواکه کړئ.

۳۲-  د ماشومانو روزنه او هغوی ته د قوانينو ښودنه د کورنۍ مسوليت دی.

ژباړن: محمد عزيز پردېس