د اولادونو پر ځای غوښتنې مو ومنئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي–

مور او پلار هله خوښ وي چې اولادونه یې خوشاله وي. مور او پلار د خپلو اولادونو لپاره ژوند کوي او خپل ټول ژوند یې د هغوی تر ژوند قربان کړی وي. د مور او پلار لپاره په نړۍ کې تر ټولو لویه خوښي دا ده چې اولاد یې په هر څه کې بریالی وي او تر ټولو خواشينوونکې خبره بیا ورته دا ده چې د اولاد ناکامي یې ګوري. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مور او پلار مینه له خپل اولاد سره برخلیک ټاکونکې ده.

د اولادونو پر ځای غوښتنې مو ومنئ

د خپلو اولادونو د مثبتو غوښتنو په مخ کې خنډ مه ګرځئ، د غوښتنو په پوره کېدو کې یې پوره مرسته وکړئ څو پر ځان باور پيدا کړي.

که مو اولاد غواړي چې ډاکټر یا انجنیر نه شي، مه خپه کېږئ او مه ورته غوسه کېږئ؛ ځکه دا د دوی په ژوند پورې تړلې خبره ده. پرېږدئ چې په ځینو مسایلو کې دوی په خپله پرېکړه وکړي.

کوښښ وکړئ د ځان او خپلو اولادونو تر منځ طبيعي توپیرونه پیدا کړئ، کوښښ وکړئ په وړو مسایلو کې ځان ورسره بند نه کړئ.