د اولاد په تربيه کې د حيا عنصر!

اولاد له موروپلار سره د الله تعالی يو امانت دی، د الله تعالی ددې لطيف او له ښکلي ژونده ډک او معصوم نعمت د تر لاسه کولو په خاطر پېغمبرانو هم خپله خپله التجا الله رب العزت ته د دعا په بڼه وړاندې کړې ده. حضر ذکريا عليه السلام د صالح اولاد په خاطر دعا کړې چې په آل عمران کې په لاندې ډول موجوده ده:

رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ (اٰل عمران ۳:۳۸)

ای زما ربه! ماته له خپل در نه پاکيزه اولاد راکړه، بېشکه ته د هر چا دعاګانې اورې.

حضرت ابراهيم عليه السلام په دغو لفظونو خپل رب ته وويل:

رَبِّ هَبْ لِي مِنْ الصَّالِحِينَ (الصافات۳۷:۱۰۰)

ای زما ربه ماته يو صالح ځوی راکړه.

د حضرت ابراهيم عليه السلام دغه دعا د يوه پاک زړه، نېک، صالح او د امت د امام لپاره وه، د حضرت اسمعيل عليه السلام فرمانبرداري، د الله تعالی اطاعت او د قربانۍ جذبه د لارې داسې نښه ده چې د اسلامي امت لپاره د اولادونو د تربيې په خاطر مثالي نمونه ده.

د تربيې اسلامي بنيادونه:

د اولادونو د تربيې کار د موروپلار اصلي مسئوليت دی. په قرآن کريم کې ارشاد دی چې:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (التحریم۶۶:۶)

ای مومنانو خپل ځانونه او کورنۍ له اور نه وژغورئ.

د اولاد په اړه پلان جوړونه او د هغوی د راتلونکي لپاره هڅې او هاند يو فطري عمل دی. د هر موروپلار دا هيله وي چې د هغوی اولاد له کاميابۍ او سرلوړۍ سره يو لوړ مقام تر لاسه کړي. خو يوازې د دنياوي کاميابۍ تصور دغه هيله او ټولې هڅې يوازې دې فاني نړۍ پورې محدودوي په داسې حال کې چې دنياوي کاميابي او سرلوړي هم يقيني نه وي. د مومن د ذات يوه يوه شېبه د الله تعالی د خوښۍ لپاره وقف وي. په همدې ډول د هغه د اولاد پورې اړونده پلانونې او غوښتنې هم بايد د الله تعالی د رضا او خوښۍ د ترلاسه کولو په خاطر وي. د دنيا د محدودې کاميابۍ پر عکس چې کله الله تعالی خپلو بنده ګانو ته د کاميابۍ پراخه تصور ورکوي، هلته نو د کاميابۍ د تلپاتي تصور د پېژندلو په خاطر د يوه ځانګړي ذهني بلوغ غوښتنه هم کوي د کوم اړيکې چې د ايمان له دولت او له خدايه ويريدونکي زړه سره وي. د کاميابۍ دغه تصور چې په قرآن کې ځای پر ځای موجود دی د اولاد د تربيې نه بېلېدونکی جز دی. په نوي عصر کې چې کله طاغوتي ځواکونو په خپله مشرۍ غواړي له هر لوري په اسلامي امت کې فتنې او فساد راولاړ کړی هلته پر اسلامي منهج د نوي نسل تربيه يو داسې مهم مسئوليت دی چې په بېړنيو بنيادونو يې احساس اړين دی. اسلامي تاريخ زمونږ په وړاندې د حضرت علي، معاذ، معوذ، او مصعب بن عمير رضي الله عنهم په څېر تنکيو ځوانانو صحابه کرامو مثالونه ږدي. بل طرف ته د تورزن او بهادر تنکي ځوان محمد بن قاسم په څېر سپه سالار هم ددې تاريخ برخه ده چې د خپلې تنکۍ ځوانۍ په دور کې يې په اسلامي تاريخ کې نه هيريدونکي نقشونه پرېښې دي. خو نن دغه عمر ته د لوبو ورځې ويل کيږي او د ضايع کولو ترغيب يې ورکول کيږي. او په دې ډول د اسلامي امت يوه قيمتي پانګه ددې مادي دنيا قرباني کيږي چې له خسارې پرته بله لاسته راوړنه نه لري.

لومړنی عمر او د اولاد تربيه:

له بده مرغه هر څومره چې ابتدايي عمر د تربيې له اړخه مهم دی همغومره له سترګو غورځول کيږي. د نوي تحقيق سره سم د اولاد د شخصيت جوړونې ۸۰ سلنه په لومړنيو شپږو کلونو کې بشپړيږي. پاتې ټول ژوند ددغه شپږکلنې تربيې د محاسنو انځور وي. په دغه عمر کې چې مزاج، عادت، او ذوق و شوق هر طرف ته لاړ شي همغه طرف ته د اولاد رجحان هم ځي. په دغه عمر کې د عادت جوړول اسان هم دی او اړين هم. اسلام چې د اصلاح کومه فطري طريقه ښايي هغه هم پر عادت راټوله ده. په اسلام کې د کوچني اولاد د تربيې په خاطر پر تلقين برسېره د عادت جوړونې د فطري طريقې غوره کولو ښوونه شوې ده. په لومړني عمر کې د اولاد د زده کړې وړتيا تر ټولو ډېره وي. د امام غزالي په وينا ددې عمر اولاد د يوې پاکې او سپېڅلې ملغلرې په څېر وي، نو ځکه که هغه د ښو کارونو عادي وګرځول شي نو هغه به په همدې حالت کې وده وکړي. اولاد چې کله پيدا کيږي نو فطرطاً سليم او پر توحيد زيږيږي. په قرآن کريم کې راغلي دي چې:

فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ (الروم ۳۰:۳۰)

د الله په فطرت قايم اوسېږه هغه چې الله تعالی پرې ټول خلک پيدا کړي دي، د الله تعالی په خلق کې تبديلي نه شته.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې هر بچې پر سليم فطرت پيدا کيږي بيا يې موروپلار يا يهودي کوي او يا نصراني او مجوسي کوي (مسلم). چاپېريال د اولاد پاک فطرت تبديلوي. نو ځکه په اسلامي حوالو سره اولاد لپاره د شاوخوا وګړو او چاپېريال دواړو پاک ساتل ډېر ضروري دي. ځکه چې پر شخصيت تر ميراثي اغېزو ډېر د چاپېريال تربيه اثر غورځوي. ويل کيږي چې عادتونه ۳۰ سلنه ميراثي او پاتې ۷۰ سلنه له چاپېرياله جوړيږي. د اولاد د تربيې اړخونه خو هر اړخيز او پراخه دي خو د هغه مهم جز د حيا تصور دی. ددې ليکنې موخه دا ده چې همدې اړخ ته د موروپلار او مربيانو پاملرنه راواړول شي، تر څو د اسلامي ټولنې کمزورېدونکو ارزښتونو ته مو توجه راوګرځي.

 

د حيا تصور!

په اسلام کې د حيا تصور د شخصيت يو مهم جز او بنيادي اخلاقي صفت دی. د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی چې: د هر دين يو اخلاق وي او زمونږ د دين ممتاز اخلاق حيا کول دي.

 

د اولاد د اخلاقي تربيې يو مهم عنصر د حيا تصور دی. د ټولنې مزبوتوالی دداسې اخلاقو او کردارونو درلودونکو پورې تړلی چې کردار يې د شرم او حيا بېلګه وي. کله چې ګرده ټولنه د بې حيا او فحش منظرو څخه ډکه وي، څلورو خواو ته بې هوده لوحې، فحش رسالې، اخبارونه، او پوسټرې انبار وي، او پر سړکونو، کورونو، مجلسونو او محفلونو شيطاني يرغلونه وي، د خلکو خبرې او حتی پر ګرځنده تليفونونو لېږدېدونکي پيغامونه هم د فحش ويلو په منګولو کې ايسار وي. په دغسې حالت کې په اولاد کې د حيا تصور پيدا کول او له لومړيه د اولاد د مزاج برخه ګرځول د موروپلار او مربي مهمه وجيبه ده.

 

کله چې غواړو د حيا تصور د مزاج برخه و ګرځوو نو اړينه ده چې احتياطي تدبيرونه او د پرهېزګارۍ اصول خپل شي. تر څو بې حيايۍ ته د نزدې کوونکو شيانو څخه هم ژغورنه رامنځته شي. اولادونو ته له همغه لومړي عمره د حيا احساس ورکړئ.

 

په خبرو اترو کې حيا:

اولاد چې کله ښکلي او د مينې لفظونه وايي نو څومره ښه لګيږي! که هغو ته پاک او ښه لفظونه زده کړای شي نو څومره به ښه معلوميږي. خو که هغه سپکه ژبه، کنځلې، عبث سندرې، د تلويزيونونو او فلمونو سپکې خبرې ادا کړي نو په غوږونو به څومره بدې لګيږي. ورو ورو دغه الفاظ چې په معصوميت او نادانۍ کې ادا کيږي د اولادونو د خبرو اترو برخه ګرځي. او هغوی بيا له دغو چټي خبرو څخه خوند اخلي. په عمومي ډول تر ۵ کلونو پورې د نويو زيږېدلو کوچنيانو په اړه دا فکر موجود وي چې کوچنيان نادان دي، او هر ډول خبرې، فحش ويل، سپکې ټوکې او نورې بې شرمۍ پروا نه کوي. په داسې حال کې چې دا ټولې خبرې له کوچنيوالې په ذهن کې کېني او ورو ورو د شخصيت برخه ګرځيږي. په دې ډول چې د حيا په تصور کوم بېخنده ګوزار کيږي هغه له همغه لومړيه اولاد ته د بې حيايئ ترغيب دی چې اولاد بېباکه کوي.

 

ددې لپاره چې ژبه پاکه وساتل شي نو د غير اخلاقي خبرو، ناوړه الفاظو، کنځلو، غېبت او دروغو څخه ځان ساتل ډېر مهم دي. حديث دی چې: (انسان چې کومه خبره کوي او دومره يې معمولې بولي چې په ويلو کې يې کوم باک نه ګڼي خو په حقيقت کې هغه بدي وي، نو په بدل کې به يې اويا کاله په اور کې غورځېږي) ترمذې. له عبث ويناو او ککړتياو څخه د ژبې ساتل په اصل کې د ژبې پاک ساتل دي. اولاد مشهور الفاظ له خپل چاپېرياله زده کوي. د کور د لويانو پر ژبو بداخلاقۍ، چټي خبرې، او فحش ويل اولاد په دغسې ګندګيو ورغورځوي او په دې ډول اولاد ددې خبرو عادي کيږي.

 

کله چې هلکان او نجونې د شعور عمر ته ورسيږي نو ددې وينا ورته ډېره اړينه ده چې ښځې به له سړو او سړي به له ښځو سره خوږې، مينه ناکې او نازکه لهجه کې خبرې نه کوي. کله چې اولاد خپله مور ويني چې له دکاندار سره ډېره خوږېږي، يا پلار ګوري چې له کومې ښځې سره پرته له تميزه خوږېږي نو تنکی ځوان د لهجې دغه تبديلي او الفاظ خپلوي او په دې ډول يې د اخلاقو برخه ګڼي.

د همدې لپاره کله چې ددې موقع راځي چې د اولادونو په مخ کې راکړه ورکړه او يا د سړي او ښځې تر منځ خبرې اترې کيږي نو ددې تاکيد دې وشي چې له دکاندار څخه د هدف تر لاسه کولو په موخه په ناز خبرې او مينه په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي. ډرېور، ملازم، دکاندار، او استادانو سره د خبرو کولو وړ طريقه او مناسبه لهجه د حيا مهمه برخه ده، هغه چې د زړه بېمارۍ او بدنيتۍ کوم شک په کې نه وي، ددې تاکيد په احزاب سورت کې داسې راغلی دی:

إِنْ اتَّقَيْتُنَّ فَلا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَعْرُوفاً سورة الاحزاب (۳۳:۳۲)۔

که له الله تعالی نه ويرېږئ نو په نرمۍ خبرې مه کوئ چې د کوم مريض زړه لرونکي طمع درته پيدا نه شي او سمې خبرې وکړئ.

تر بلوغت وروسته د قرآنکريم په دې ايت عمل هغه وخت اسانيږي چې له کوچنيوالي پرې عادت شي. له امله له داسې خبرو د ځان او نورو ساتل چې ايماني حالت تباه کوي او شيطاني اغېزې لري د يوه پرله پسې تربيت غوښتنه کوي.

 

په لباس کې حيا:

لباس د الله تعالی له نعمتونو يو نعمت دی، او د حيا له مظاهرو يو مظهر لباس هم دی. په دې اړه له اولادونو سره بېحده بې پروايي کيږي. د اولادونو د کالو بدلول، لمبول، او پمپر بدلولو په څېر ټول کارونه د خلکو په شتون کې تر سره کيږي داسې چې د غټانو او کوچنيانو شتون په کې له پامه غورځول کيږي.

 

په ځينو کورونو کې اولادونه لوڅ لپړ ګرځي. دغسې کوچني اولادونه په بربنډ حالت کې لامبل شرم نه ګڼي. په کوچنيوالي کې د بې لستوڼو او خلاصې غاړې کميس اغوستل او زنګونو پورې لوڅېدل يو عام عمل ګڼل کيږي. فقها ليکي چې: له څلورو کلونو کم عمره نارينه او ښځينه اولادونو جسم د ستر په حکم کې نه رآځي، کله چې هغوی له څلورو کلونو غټيږي نو مستور جسم يې شرم ګاه او د هغه اطراف دي، کله چې بالغ شي نو ستر يې د بالغو وګړو په څېر ګرځي. خو اولادونه چې د کوچنيوالي پر پردې عادي شي نو هغومره به ښه وي (اسلام او د اولاد تربيه، شيخ عبدالله ناصح علوان، صفحه ۷۱۵).

 

له همدې امله د کالو بدلولو پر مهال داسې ځای بايد انتخاب شي چې هلته هيڅوک نه ليدل کيږي، تر دې وروسته چې کله اولاد په خپله جامې بدلوي نو د همدغسې کولو هدايت کول ورته په کار دي.

 

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: د ستر ښکاره کوونکي او کتونکي دې الله تعالی له خپل رحمته لېرې وساتي (شعب الايمان ۲۶۱،۶ سنن بيهقي ۹۹،۸). که اولاد له لومړيه د جسم پټولو او ساتنې عادت نه شي نو له همغه کوچنيوالي بې حيا او بد سترګی ګرځي. کوم اولاد ته چې مونږ د خپل شوق پوره کولو په موخه مغربي لباس اغوندو په کوم کې چې له همغه لومړيه د يوه معصوم اولاد د تاثر پر ځای د بې حيا هلک يا نجلۍ تصور پټ وي، دا حالت کتونکو ته هم ددې معصوم کوچني په دننه کې د ماشوموالي معصوميت پر ځای د هلک يا نجلۍ د لټون موقع په لاس ورکوي. په راتلونکې ورځ ورځپاڼو کې زړه ځورونکي خبرونه راځي چې وحشي صفته خلکو ماشومان د خپل هوس نښه ګرځولي دي! د حيا پالنه هغه وخت ممکنه وي چې کله د کوچني په له مينې ډک زړه کې دې پالنې ته د پرمختګ موقع ورکول شي. د فطري حيا ختمولو پر ځای هغه بايد زياته کړای شي تر څو حيا د اولاد د شخصيت حتمي برخه وګرځي. له همدې امله بايد په اولاد کې د داسې سړو او ښځو د لباس په ليدو چې حيا په کې نه وي د نفرت او نا خوښۍ جذبه بيدار کړای شي. داسې ګوډيانې چې لباس يې د اسلامي لباس له لحاظه مناسب نه وي مه راوړئ، او اولادونو ته د هغه لامل هم بيان کړئ چې د هغه لباس د الله تعالی د ښوول شويو طريقو سره سم نه دی.

 

په ورځني ژوند کې حيا:

حاکم او ابوداود له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه فرمايلي: کله چې ستاسو اولاد د اوو کلونو شي نو په لمانځه يې ودروئ، او کله چې د لسو کلونو شي نو پرې وهئ يې او بسترې يې جلا جلا کړئ، له دې نص څخه دا پايله راووځي چې مور وپلار پر دې شرعاً مکلف دي چې کله اولادونه د لسو کلونو شي نو بايد بسترې يې له دې امله سره جلا کړي چې هسې نه بلوغت ته تر رسېدو مخکې پرې شيطان زورور شي او د هغوی جذبو ته شيطاني رنګ ورکړي. همدا رانګه د داسې خلوت چاپېريال رامنځته کول چې د تره اولاد په کې په بې تکلفه چاپېريال کې سره اوسيږي، يا د داسې طرز او انداز خيال نه ساتل چې په کې نامحرمه خپلوان له اولادونو سره ډېر بې تکلفه نه وي په راتلونکي کې د مفاسدو ليار اسانوي. که (احتياط له علاجه غوره دی) اصول خپل کړای شي نو له همغه لومړيه يو داسې مزاج رامنځته کيږي کوم چې اسلامي حدودو ته پابند وي. که نه يوه خاص عمر ته په رسېدو په زور او زبر دستۍ سره په اولاد کې بغاوت او بدخويي پيدا کيږي او هغه خپل ځان ته د يوه قيدي تصور کوي.

 

د بې حيايۍ محرکات!

د اولاد د نېکې او صالحې تربيې لپاره اسلام ټول هغه محرکات هم ړنګوي چې جذبات پاروي او د نفس د زورورېدو لامل ګرځي.

 

۱- تلويزيون:

د بې حيايۍ يو غټ محرک تلويزيون دی. ماديت پالنې، نفسانيت، او بې هدفه ژوند خواته د مايلولو دغه مهمه وسيله له همغه لومړي عمره زهرجنې اغېزې لري او ټول ژوند احاطه کوي. په تلويزيون کې د ښځې د تقدس پر پايمالولو او هغه د بازار د جنس په توګه وړاندې کولو سره د سړي په ذهن کې دا تصور رامنځته کيږي چې ښځه د مزې اخېستلو شی دی، او د ښځې په ذهن کې دا تصور راسخيږي چې نوموړې د سينګارولو شی دی.

 

د اولاد ذهن له لومړي عمره د تلويزيون په جادو ګريو کې داسې سره راښکېل کيږې چې هغه ته د ژوند بېلګه يوازې او يوازې په تلويزيون کې ښودل کېدونکی ژوند وي. له سندرو سره مينه، د بې حيايۍ له منظرو څخه مزه اخېستل، او فاحشې ټوکې د شخصيت برخه جوړيږي. او سنجيدګي، متانت، غور او فکر په شان عادتونه کله هم پرمختګ نه کوي ، د غور، فکر او تدبر څخه خالي ذهنونه به څرنګه د خپل رب سترتوب بيان کړي؟ له همدې امله دغسې اولادونه بيا تل پر اسلام د کمترۍ احساس کوي.

 

د کارټون په نوم د عجيب الخلقت کردارونو سره زړه راښکون، هغه د اتل (هېرو) په بڼه وړاندې کول، او بيا د غير معمولي طاقت لرونکي څښتن ښودل د اولاد ذهن د الله تعالی له طاقت او وحدانيت له تصور څخه خالي کوي. کله چې د اولاد په ذهن کې د کارټون داسې منظرې تېريږي چې هغه يو اتل دی، د بې پنا طاقت څښتن دی، شکست نه منونکی دی، او هغه ته مرګ نه راځي، نو د هغه په ذهن کې به کوم تصوير جوړيږي؟ ددې اندازه لګول ذرې قدره مشکل نه دي.

له ماشومتوبه د روپيو د لالچ او د ماديت پالنې تصور په ورکولو سره د داسې شيطاني ذهن تيارول چې وروسته بيا د دجالي قوتونو تر تاثير لاندې وي د ننۍ رسنۍ کار دی. فلم او سېنما ټول د هغه څانګې دي. تلوېزيون نن هر کور ته رسېدلی او د هغه له زهرو هيڅوک محفوظ نه دی. له همدې امله د هغه د خطرناکتوبه خبرېدل ډېر اړين دي. د تلويزيون پردې ته د وخت د تېرېدو ايماني زيان دا دی چې ټول شخصيت پر هغه منهج تعميريږي چې د شيطاني قوتونو مقصد دی. له دې سره په څنګ کې نورې اغېزې هم لري لکه له ذهني توازنه محرومېدل، له تعليمي سرګرميو څخه زړه بدي کېدل او تېښته، د مطالعې شوق او ذوق نه پيدا کېدل، همېشه غير سنجيده اوسېدل، او غير نورمال فعاليتونه (hyperactivity ) شامل دي.

 

۲- انټر نېټ:

انټرنېټ د اوسني دور له مهم ترينو اړتياو دی. د تعليمي او څېړنيزو کارونو لپاره يې استعمال ناچاره دی، خو دغه ايجاد د تنکيو ځوانانو په طبقه کې د بې حيايۍ فحاشۍ وسيله هم ده. په عام ډول تلويزيونونه د کورونو په ښکاره او پرانېستي ځای کې ايښودل کيږي خو کمپيوټر همېشه د کور په کوم کونج او خلوت چاپېريال کې ايښی وي. کوښښ وکړئ چې کمپيوټر د کور په څرګند ځای کې کېدئ کوم ځای ته چې هر وخت تله راتله کېږي. له اولادونو سره د اعتماد رشته ودروئ او له هغوی سره په کمپيوټر او انټرنېټ کې د بوختياو په اړه د خيالاتو د تبادلې له ليارې يو بل خبر ساتئ. د انټر نېټ کاري وختونه وټاکئ، ورسره ورسره د هغه استعمال د کوم ښه کتاب د مطالعې له شرط سره هم وتړئ تر څو د مطالعې عادت هم په خپل حال پاته شي. د انټر نېټ او کمپيوټر پر بوختياو بايد موروپلار د جاسوسيت پر ځای په خپلو اولادونو د دوستانو په څېر نظر ولري. خو که له کومو کارونو په سختۍ سره د مخنيوي اړتيا وي نو هلته بې ځايه نرمي، معامله نوره هم خرابوي، هغه سملاسي حل هم کړئ او پاملرنه هم ورته وکړئ. د کمپيوټر له کارونې سره دومر بلديت حتماً ترلاسه کړئ چې اولادونه تاسو ورسره نابلده ونه ګڼي. د لويديزې ټولنې يو تصور محرميت (Privacy) هم دی، اولادونه له دغه تصوره وژغورئ ځکه همدغه د ګناهونو جرړه ده. ګرځنده تليفون او انټرنېټ هغه دوه زهرجنې وسلې دي چې محرميت ورته د (څه چې دې زړه غواړه کوه يې!) اصول ورکوي. په دې سلسله کې د دغو دواړو شيانو استعمال د بيخي اړتيا پر مهال استعماله پورې محدود کړئ او خپله يې هم د تفرېحي استعمال څخه اجتناب وکړئ.

 

۳- ګډ (مخلوط) مجلسونه:

ګډو مجلسونو نه مراد هغه مراسم يا مېلمستياوې دي چې په کې نارينه او ښځينه په ګډې ناستې کې خبرې اترې کوي او تر منځ يې د بې تکلفۍ او بې پرده ګۍ عام حالت موجود وي. دغسې محفلونه له همغه لومړيه د اولاد په بې حيا کولو کې مرسته کوي. د کورنۍ له کومو وګړو چې د پردې حکم په قرآن او حديث کې شته د هغه مکمل اهتمام کول، د محرم او نامحرم د حدودو قايمول، او په کتنو او ملاقاتونو کې د پردې د اصولو او ضوابطو احترام کول اړين دي. د (تره، ماما، او ترور د لور يا ځوی) په نامه اولادونو ته د خور يا ورور ويل دومره بې تکلفه شوي دي چې ټول اسلامي حدود پرې تر پښو لاندې شوي دي. په دغسې حالاتو کې اولادونه د اسلامي اخلاقو پابندول، او د پردې له ارزښت، غرض او موخې او همداراز د پردې د ټولنيزو ګټو څخه يې په عقلي ډول قانع کول اړين دي تر څو هغوی د حجاب او ستر ايماني غوښتنې پوره کړي.

 

له موسيقۍ او فحش کتابګوټو مخنيوی:

د ذهني ودې، سنجيدګۍ او د فکر و تدبر د ژورو لپاره د مطالعې شوق بې حده اړين دی. ددغه شوق د پرمختيا لپاره ضروري ده چې اولادونو ته د هغوی له ذهني سطحې سره سم د کتابونو او رسايلو د مطالعې وينا وشي. له مطالعې سره تر عادتېدو وروسته اولادونو ته د مطالعې د ذوق پيدا کېدو تربيه ورکړئ او د ګټه ورو، او باهدفه کتابونو د انتخاب په اړه ورته ووايئ تر څو د مطالعې مقصد تر لاسه شي او دا يوازې يو ذهني لذت ونه ګرځي. اکثره په اولادونو کې دا رجحان پيدا کيږي چې هغه د چا له لارښوونې پرته د مطالعې شوق اختيار کړي. خو وروسته بيا دا شوق د انتهايي ذليل ذوق پر مظاهرو تبديليږي. فحش کتابګوټي، بې مقصده کتابونه، او بې معنی کيسې چې له اخلاق سوځوونکو خبرو ډکې وي د هغوی ذهنونه تيتوي او ټول شخصيت يې د همدې ګندګۍ شاوخوا ګرځي. دا حقيقت دی چې له کتل کېدونکي شي څخه لوستل کېدونکی شی ډېر موثر وي، نو په دې توګه په خيالاتو، تصوراتو، او خبرو اترو کې د شيطانيت اغېز څرګند نظر ته راځي چې د همدې کتابونو مقصد وي. نو ځکه ګټه ورو کتابونو ته د اولادونو مايلول د موروپلار کار دی.

 

ښې خبرې:

د ښو دوستانو انتخابول او د هغوی صحبت اختيارول د ځان سم ساتلو يوه مهمه وسيله ده. دوستان د انسان پر شخصيت حتماً اغېز غورځوي. له همدې امله په حديث کې د دوستانو د انتخابولو په سلسله کې هم لارښوونې شته چې (انسان د خپل دوست پر دين وي). د ښه صحبت اجتماعيت هغه بنسټ دی چې اسلام يې په اختيارلو تاکيد کړی دی. اولادونو ته د ښه دوست پيدا کولو ترغيب ورکړئ، هغوی ته په تفصيل ووايئ چې ښه دوست چاته وايي، د هغه کردار بايد څرنګه وي، او هغه څه کوي؟ تر څو هغه خپل انتخاب د اسلامي معيار سره سم جوړ کړي او څوک يې چې دوستان دي هغه ارزيابي کړي. په دې ضمن کې موروپلار بايد د اولادونو له دوستانو سره راشه درشه او ملاقات، او د هغوی کورونو ته تګ راتګ ضرور ولري تر څو د دوستانو د کورونو چاپېريال او د هغوی عادتونه او خصلتونه ورمعلوم شي. دوستانو ته هم په خپل کور کې د راټولېدو موقع ورکوئ او ورسره دوستانه رويه خپله کړئ تر څو د دوستانو اخلاقي حالت هم درست وي او خپل اولادونه هم سرلوړي وي ښه خبره دا ده چې اولادونه له داسې اجتماعيت سره وتړئ چې له همغه لومړيه د صحت مندانه بوختياو په وسيله د اولادونو اخلاق او کردار سموي. فارغ وختونه خپله قيمتي متاع وګڼئ، که موروپلار خپلو ځانونو او اولادونو ته هم ددې وختونو ګټه ور استعمال ورزده کړي نو د اسلامي امت دغه ګرانبيه پانګه به د باطل په رنګ کې له رنګېدو بچ شي.

 

ګټورې او زړه راښکونکې بوختياوې:

ويل کيږي چې فارغ ماغزه د شيطان کور وي. کله چې د کولو لپاره ګټور کار نه وي، نو انسان خپلې وړتياوې په بې کاره کارونو کې په مصرفولو سره ضايع کوي. اولادونه په فارغ وخت کې ګټورو او زړه راښکونکو کارونو ته مايل او اسانتياوې ورته برابرې کړئ. باغواني، کيسه ليکنه، د مختلفو ځايونو انځورونه راټولول او ورڅخه البوم تيارول، د مهمو تاريخونو اخبارونه راټولول، په يوه ځانګړې موضوع ليکنې راجمعه کول، رنګونه، د بيت بازۍ سيالي، ويناګانې کول، د کوچنيانو مشاعره کول، د احاديثو او ايتونو اورول، د کيسه ويلو سيالي کول، او پاکې لطيفې اورول ګټورې بوختياوې دي. جينکو ته مختلف هنرونه لکه خياطي، ګلدوزي، او لاسي کارونه ورزده کول چې سبا ورځ يې هم په کار راشي. غرض دا چې اولادونو ته د داسې بوختياو په واسطه د وخت استعمال وښايئ چې پرې له تلويزيونونو، کارټونونو او فلمونو څخه لېرې پاتې شي. په دې ډول د اولادونو ذهني وده هم کيږي او ذوق يې هم غوړيږي. د جسماني بوختياو انتخاب د موسم، ځای او جنس په نظر کې نيولو سره کېدای شي. زامنو ته په ځانګړي توګه کراټې، لامبو، اسپ سورېدنه او داسې نورې موقعې ورکړئ.

 

له اولادونو سره ريښتينی تعلق:

پورته يادې شوې چارې داسې دي چې که اختيار هم شي او له اولادونو سره د موروپلار اړيکې دوستانه نه وي نو دا ټولې هڅې خوشې ځي. د موروپلار کوښښ دا وي چې د تربيې ټول کارونه دې بل کوم نفر تر سره کړي او هغوی دې بيخي فارغ وي. په دغسې حالت کې که اولاد د الله تعالی د رحمت له مخې نېک او صالح شي نو امتياز يې د موروپلار پر سينې لګېږي او کله له بده مرغه معامله ددې برعکس شي نو په ژړا ژړا وايي چې مونږ خو ډېر کوښښ کړی وو خو افسوس زمونږ پر برخه! د همدې لپاره اړينه ده چې له اولادونو سره دوستي وشي، هغوی خپله صدقه جاريه وګڼل شي، د هغوی لپاره خپل کاري وختونه ترتيب کړای شي په کوم کې چې د موروپلار او اولادونو تر منځ تعلق جوړ شي نه چې ټوله رشته د تعلقاتو پر بنياد چليږي. که شاوخوا سترګې وغړوئ نو د موروپلار او اولادونو تر منځ د تعلقاتو رشته وي په کوم کې چې د تعلق هيڅ جوش نه وي. په کوچنيواله کې موروپلار خپله دنده همدا ګڼي چې د ښه خوراک، بهترين پوښاک، او تعليمي اسانتياو په برابرولو سره دهغوی مسئوليت پوره کيږي. او په غټوالي کې بيا همدا فصل د خپلو اولادونو له لاسه ريبي او خوري يې په کوم کې چې اولادونو ته همدا تربيه ورکول شوي وي چې د موروپلار خدمت د همدې مادي حده پورې محدود وي. د خپلو اولادونو د زړه خبرو د اورېدو عادت جوړ کړئ، د هغوی ورځني کارونه د هغول خولې واورئ چې په کې د هغوی د ښوونځي احوال او د دوستانو رويه، او د هغوی احمقانه حرکتونه هم شامل وي. په غلطو خبرو د سملاسي غبرګون پر ځای يې په مناسب وخت کې د اصلاح کوښښ وکړئ. دا هغه عوامل دي چې له امله يې د موروپلار او اولادونو په منځ کې د دوستۍ رشته قايميږي. د عمر په نازکه مرحله کې چې اولادونه له خپل موروپلاره په پټه کومې بوختياوې غوره کوي، د هغه له نيمايي ډېر لامل له خپلو اولادونو څخه په ذهني توګه د موروپلار لېری والی دی. بې ځايه سختي، هر وخت لعن او طعن، او له حده اووښتې مينه د اولادونو د بې لارې کېدو لامل ګرځي. تعلق، رشته قايمه هم ساتي او مزبوته هم. د همدې لپاره له خپلو اولادونو سره تعلق وساتئ ځکه چې اولادونه په اخرت کې ستاسو د نجات باعث ګرځي او د امت پانګه هم ده.

 

نګهت حسين

ژباړه: وحيدالله مصلح