‏د اوو ولایتونو د بایسکل ځغلوونکو تر منځ د «نارنج ګل جام» په نوم سیالۍ پیل شوې

مسؤلین وايي، دغه بایسکل ځغلوونکي به له کابل تر ننګرهاره، له ۱۵۰ کېلومټره ډېر بایسکل ځغلوي، څو لومړی مقام وګټي.

د مسؤلينو په وينا، يادې سيالۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له‌خوا ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړیو د ټاکلو په موخه تر سره کېږي.