د اوپیک غړي هېوادونه هڅه کوي چې د تیلو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړه کړي

د اوپیک یا د تیلو د سترو صادرونکو هېوادو وزیرانو موافقه وکړه چې د خپلو تیلو صادرات به د ورځې یو اعشاریه دوه میلیونه بېرله کم کړي.

د چهارشنې په ورځ ویانا کې د اوپیک د ۱۵ غړیو هېوادو وزیرانو دا پریکړه د دې لپاره وکړه چې د تیلو بیه په نړیوالو بازارونو کې لوړه شي.

د قطر د تیلو وزیر او د اوپیک مشر محمد صالح الساده وویل، د روسيې پر هغه ژمنه خوښ دی، چې ویلي یې دي، هره ورځ به د تیلو ۳۰۰ زره بېرله صادرات کموي.

د دې موافقې له اعلان سره د نړۍ بازارونو کې د اومو تیلو بیه په ۱۵ دقیقو کې له اتو فیصدو نهو فیصدو ته لوړه شوه.