د اوکراین ولسمشر تیره ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپا د پارلمان له شورا څخه وغوښتل چې پر مسکو فشار کم نه کړي.
د اوکراین ولسمشر د اروپایي پارلمان له شورا هیله وکړه چې له روسیې سره جوړجاړی ونه کړي، ځکه چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.
د ده په وینا یوه د پوځي تېري پرضد جګړه ده او د خپلې خاورې راګرځول دي، بل لور ته د سختو او پېچلو اصلاحاتو پلي کول دي.
روسیې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د اوکراین کرېمیا ټاپوزمه د خپلې خاورې برخه کړه، هلته یې ځواکونه واستول او ټولپوښتنه یې وکړه.
دغه ټولپوښتنه د نړۍ لسګونو هېوادونو غیرقانوني بللې ده.
روسیه همداراز د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۴ کال راپه دې خوا د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.
له دغو بېلتون غوښتونکو سره د اوکراین د مرکزي حکومت د جګړې په ترڅ کې په تېرو اوو کلونو کې تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي.
لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو په کرېمیا کې د هغو کسانو ځپل غندلي دي چې له روسیې سره د کرېمیا له یوځای کېدو سره مخالفت کوي.