چهارشنبه , 15 مې 2024

د ايران سپاه پاسداران پوځ مشر قاسم سليماني د امريکا هوايي بريد کې ووژل شو

پېښه تېره شپه د امريکا هوايي بمبار پر مهال رامنينځ ته شوې چې پرمهال يې د ايران سپاه پاسداران ځواکمنې پوځي ډلې مشر قاسم سليماني سره د نورو ۶ ملګرو د عراق هوايي ډګر کې ووژل شول.

د عراق ملي ټلويزيون رپوټ له مخې د سپاه پاسداران پوځي ډلې مشر قاسم سليماني هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته د ځايي مليشې مشر مهدي ال مهندس لخوا موټرو کې ليږدول کېده چې د امريکايانو له هوايي بريد سره مخ شول او دواړه مشران سره د نورو شپږو ملګرو ووژل شول.

د امريکا دفاع وزارت په يو اعلاميه کې ويلي، ياد بريد د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر سره ترسره کړی.

امريکا ويلي، قاسم سليماني پلان درلود ترڅو د امريکا بهرني ماموريتونه تر بريد لاندې راولي.

دا پيښه له هغه وروسته کيږي چې د ايران ملاتړي اورپکې ډلې ځينو پلويانو عراق کې د امريکا سفارت باندې بريد وکړ او ودانۍ ته يې اور پورې کړ.

امريکا خپل سفارت باندې بريد پړه پر ايران واچوله ولې ايران بيا دا تورونه رد کړي.

عراق کې د سليماني وژل کيدو خبر اوريدو وروسته عراقيان پر سرکونو خپل خوښي څرګندوي.

د امريکا او ايران ترمينځ اړيکې ترينګلي دي او د قاسم سليماني وژل کيدو وروسته د دواړو هيوادو ترمينځ د لا ډير کړکيچ رامينځته کيدو اټکل هم کيږي.