د ايران په شاه چراغ زيارت کې د يوه بريد له امله شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د ايران د شيراز په شاه چراغ زيارت کې د يوه بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. په ايران کې خبري سرچينو د ټپيانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی دی او د قربانيانو د شمېر زياتېدو وېره ښودل شوې ده.