د ننګرهار ولایت رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کهي بازار کې د اوبو يوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې، چې شاوخوا پنځه سوه هټيوالو ته به د پاکو اوبو زمينه برابره شي.
د اچين ښاروال نويد شينواري وويل، چې دغه شبکه د يو سل او پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت جوړيږي، چې د سولري برېښنا پر مټ به کار کوي.