د سیمې اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د له منځه وړلو وروسته امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر ارامه شوی او خلک یې په خپلو کارونو بوخت دي.
د دوی په خبره د امنیتي ځواکونو او ولسې پاڅونوالو په ګډې همکارۍ په دې ولسوالۍ کې د داعش ډله ځپل شوې ده.
زمونږ همکار نیاز محمد خاکسار د اچین ولسوالۍ له هغې سیمې رپوټ چمتو کړی، چې له دې وړاندې پکې د داعش مرکزونه وه، اوس پکې ژوند له ستونزو ډک؛ خوعادي حالت ته را ګرځیدلی دی.