د اکشى کمار فلم (سورياونشي) ٢٠٢١ کال ته وځنډول شو

له ډېرو اوازو وروسته د (سورياونشي) فلم جوړونکو خبر ورکړى دى، چې د اکشى کمار او کترينه کېف د مرکزي کردار دا فلم به سږکال نندارې ته وړاندې نه شي.

د فلم ډايريکټر روهيت شيټي غواړي چې (سورياونشي) فلم د ٢٠٢١ کال په لومړيو درې مياشتو کې نندارې ته وړاندې کړي. مخکې پلان و چې دا فلم به د ٢٠٢٠ کال د مارچ په مياشت کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د ريلاينس انټرټېنمنټ اجراييه رييس شيباسيش سرکار رسنيو ته دا خبره منلې ده، چې د رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون فلم (٨٣) به سږکال د کرسمس په ورځ نندارې ته وړاندې شي او (سورياونشي) به په ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي له ممبۍ مرر سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دوى پروډکشن دا پرېکړه کړې ده چې د رنوير سينګ فلم (٨٣) به نه ځنډوي او دا فلم به د کرسمس په ورځ نندارې ته وړاندې شي. خو د اکشى کمار فلم (سورياونشي) به په راتلونکي کال کې په مناسب وخت کې نندارې ته وړاندې شي. دا فلم به د ٢٠٢١ کال د جنورۍ او مارچ مياشتو په منځ کې کومه ورځ نندارې ته وړاندې کړي.

 

د اکشى کمار او کترينه کېف فلم (سورياونشي) چې خلک ورته ډېر په تمه و، د فلم ليدو ته به خلک لا ډېر انتظار وکړي. دا فلم لومړى د ٢٠٢٠ کال په مارچ مياشت کې نندارې ته وړاندې کېده، چې د کورونا له امله يې نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل او فلم جوړونکو ويل چې د ديوالي په ورځ به يې نندارې ته وړاندې کړي، خو اوس ٢٠٢١ کال ته وځنډېده.

 

د يادولو وړ ده چې (سورياونشي) فلم د پوليسو په اړه جوړ شوى دى، چې اکشى کمار پکې د پوليس افسر کردار لوبولى دى، همدا راز (٨٣) فلم چې رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون پکې مرکزي کردارونه لوبولي دي، د ١٩٨٣ کال د نړيوال جام په اړه جوړ شوى دى، چې هند پکې اتلولي خپله کړې وه. همدا راز په دې فلم کې د کپيل ديو ژوند هم ښودل شوى دى، چې هغه مهال د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و.

کاپي هنرستان…