د اکشى کمار په نوي فلم له نيوکو وروسته يې د فلم نوم بدل کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار اکشى کمار د نوي فلم په نوم د هندوانو له نيوکو وروسته هغه د خپل نوي فلم نوم بدل کړ، چې دا فلم د نومبر مياشت کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د اکشى کمار د دې فلم نوم لومړى (لکشمي بامب) و، چې څو ورځې وړاندې يې ټرېلر يا لومړنۍ ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وه.

خو په فلم کې د اکشى کمار کردار ته په کتلو سره هندوانو د فلم په نوم سختې نيوکې وکړې او له اکشى کمار او فلم جوړونکو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د فلم نوم دې بدل کړي.

اکشى کمار د خپل دغه فلم يو تازه عکس په ټويټر کې خپور کړى دى، چې دا ځل د فلم نوم د (لکشمي بامب) څخه (لکشمي) ته اړولى شوى دى.

 

د (لکشمي) فلم په نوي عکس کې کياره اډواني او اکشى کمار ليدل کېږي، چې کياره اډواني مخکې ولاړه ده او اکشى کمار يې تر شا ښکاره کېږي، چې يوه سترګه يې هم د کياره اډواني په ويښتانو کې پټه ده.

 

اکشى کمار له دې عکس سره په کېپشن کې ليکلي دي: ((اوس به هر کور ته لکشمي راځي، د خپلو کورنيو سره ورته د نومبر په ٩مه په تمه اوسئ)).

 

د اکشى کمار دا فلم د راروانې نومبر مياشتې په نهمه نېټه په ډزني پلس هاټ سټار وېبپاڼه کې خپرېږي. خو د دې تر څنګ به دا فلم په ځينو هېوادونو کې په سينماګانو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

 

د يادولو وړ ده چې ٥٣ کلن اکشى کمار له دې فلم پرته د (سورياونشي، اترنګي رى، بيل باټم او پريتوي راج) په نوم فلمونه هم راروان دي، چې (سوريا ونشي) او (بيل باټم) ثبت يې پاى ته رسېدلى دى او د پاتې نورو فلمونو ثبت يې روان دى.

کاپي هنرستان…