د اکشی کمار د راتلونکي فلم (بیل باټم) ټریلر خپور شو

د بالي ووډ فلمونو د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بیل باټم) ټریلر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی، چې د خلکو له خوا ډېر خوښ شوی.

په دې فلم کې اکشی کمار د یو جاسوس کردار لوبولی دی، په فلم کې یوه الوتکه تښتول کېږي، چې د دغه الوتکې د بېرته ترلاسه کولو او تښتوونکو نیولو کیسه په فلم کې ښکاره شوې ده.

 

په فلم کې د اکشی کمار سره واني کپور، هما قریشي او نورو کار کړی دی. دا فلم به د اګست په ۱۹مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

کاپي…