د اکشی کمار نوی فلم (اترنګي رې) به د اګسټ په ۶مه خپور شي

د باليووډ سینما د کېلاړي اداکار اکشی کمار راتلونکی فلم (اترنګي رې) به په نږدې وخت کې خپور شي او د اکشی ټول مینوال به یې ننداره کاندي. په دې فلم کې به له اکشی کمار سره د بالي ووډ سینما ځوانه اداکاره ساره علي خان او د سويلي هند سینما نوموتی اداکار دهنوش هم مرکزي رول ولري.

د اکشی کمار د دغه نوي فلم د ریلیز نېټه اوس اوس په ډاګه شوه. فلمي تبصره کوونکي کار ترن په یوه ټوېټ کې د دې فلم د ریلیز په اړه ليکلي دي: ((د اکشی کمار، ساره علي خان او دهنوش نوی فلم [اترنګي رې) د ریلیز نېټه وټاکل شوه))

دا فلم به د روان کال د اګسټ میاشتې په ۶مه نېټه په سینماګانو کې ریلیز شي. د دې فلم هدایتکاري د بالي ووډ نوموتي هدایتکار آنند ایل رای کړې ده او د بهوشن کمار ټي سيریز یې وړاندې کوي.

د آنند ایل رای په هدایتکارۍ جوړ شوی دغه فلم (اترنګي رې) یو رمانټيک ډرامايي فلم دی، ځکه خو ریلیز ته خلک په انتظار کې دي او د کتلو شدید خواهش یې لري.

د اکشی کمار د دغه نوي فلم کیسه د هند د دوه سترو کلتورونو په اړه ده. په دې فلم کې ساره علي خان ډبل رول لوبولی دی او په فلم کې له اکشی کمار او دهنوش دواړو سره روماني صحنې لري.

د دې فلم کیسه او د فلم سندرې د نوموتي فلمي کیسه لیکونکي همانشو شرما ليکلي دي. فلم ته سندرې ای آر رحمان جوړې کړې دي، چې روماني فلمونو ته یې ډېرې ښې ښې سندرې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په روان کال کې د اداکار اکشی کمار دوه نور فلمونه (سوریاونشي) او (بیل بوټوم) هم راروان دي، خو د یادو فلمونو د ریلیز نېټې لا نه دي اعلان شوي.

کاپي…