نن څلورمه ورځ ده، چې ايران کې د حکومتي چارواکو او د بيو د لوړوالي پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه روان دي. په دغو لاريونو کې تر اوسه سلگونه کسان نيول شوي او دوه تنه وژل شوي دي.
د ایران د کورنيو چارو وزيز عبدالرضا رحماني فضلي رسنیو ته ويلي، چې امنيتي ځواکونه به ناقانونه لاريونوکوونکو ته «په ټول ځواک ځواب ورکړي او مات به يې کړي.»
د کورنيو چارو وزير وويل، که هر څوک دولتي او ولسي املاکو ته د زيان رسولو هڅه وکړي او له قانونه سرغړونه وکړي، «له اوسپنيز سوک» سره به مخ شي.
ایراني چارواکو روانې مظاهرې د دښمن پلانونه بللي او له خلکو يې غوښتي، چې د دښمن د گټو لپاره د خپل هېواد د ويجاړۍ له هڅو گوښه شي او د خلکو د قانوني غوښتنو د منلو په اړه يې هغوی ته ډاډ ورکړی دی.
له تېرې پنجشنبې راهیسې د ایراني حکومت پر ضد په پلازمېنې تهران او نورو ښارونو کې پراخ لاريونونه راون دي.
دغه لاريونوال وايي، حکومت په سوريې او عراق کې د خپل پراختيايي فکر لپاره ميليونونه ډالر لگوي او په هېواد کې دننه ایراني ولس له لوږې سره مخ دی.
د تهران په پوهنتون کې هم محصلینو د حکومت د بهرنۍ تگلارې پر ضد مظاهرې پيل کړې او د نظام پر ضد شعارونه ورکوي.
رویټرز خبري اژانس ويلي، چې د لاريونوالو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم شوی او د دوو کسانو انځورونه يې هم خپاره کړي، چې د رویټرز په وينا د پوليسو په ډزو وژل شوي دي.
په ایران کې د ۲۰۰۹ له ولسمشريزو ټاکنو وروسته په ایران کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه روان دي. دغو لاريونوالو د حکومت سربېره د ایران د مذهبي مشر ايت الله خامنهيي د وژلو گواښ کړی او هغه ته يې سپکې سپورې ويلي دي.
د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک ويلي، «که له تاوتريخوالي ډک لاريونونه بند نه شي، دوی به په اوسپنیز سوک ځواب ورکړي.»
د ایران انقلاب ساتونکی ځواک، چې د مذهبي مشر نژدې او باوري ځواک بلل کېږي.
د دغه ځواک مشر اسماعیل کوثري ويلي، که خلک د لوړو بيو او خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي، نو دوی بايد عامه املاکو ته زيان ونه رسوي او نه هم د مذهبي مشر پر ضد له سپکاوي ډک شعارونه ورکړي.