د ایران د مهر خبري اژانس د خبر له مخې یو تن سله وال برید کوونکي د ولسي جرګې په دخولي دروازه کې په امنیتي کسانو ډزې کړي چې له امله يي یو تن امنیتي سرتیری ټپي شوی دی.
د خبر له مخې پيښه د ایران په ځايي وخت د سهار په لسو بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوه.
برید کوونکو د ولسي جرګې په اول لمبر دروازه کې په ولاړو محافظینو ډزې وکړې.
د برید نه وروسته د ایران د ولسي جرګې ټولې دخولي او خروجي دروازې تړل شوي او ځیني وکیلان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس بیا ویلي دي چې برید کوونکي اوس هم د ولسي جرګې د ودانۍ په دننه کې دی .د تسنیم د خبر له مخې پدې برید کې تر اوسه پورې ۴ تنه ټپیان شوي دي چې ددوې له جمع نه یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی . د ټپیانو نه دوه تنه مراجعین او یو تن هم مامور دی. څلورم ټپي چې امنیتي سرتیری وو هغه ژوند د لاسه ورکړ.
د ډزو غږونه دریدلي دي خو برید کوونکي تر اوسه پورې نیول شوی ندی.
د ویلو ده چې دریو تنو برید کوونکو د ایران د پارلمان ودانۍ ته ننوتي دي چې دوه تنه يي په کلاشینکوف او یو تن يي په تبانچه سمبال دي.
د بله پلوه د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او هیچا ته د ننوتو او وتو اجازه نه ورکول کیږي.