د ایران لخوا د افغان کډوالو وژنه دې په جدي توګه وڅېړل شي

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غواړي چې په ایران کې د افغان کډوالو د موټر اور اخیستو څرنګوالی او د ځينو پناه غوښتونکو وژل کېدل دې په جدي توګه وڅېړي او ټینګار کوي چې د وروستیو پېښو په څېړنه کې دې عدالت تامین شي. په سوېلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني وايي، دا زړه بوګنوونکې او ټکان ورکوونکې پېښه باید په جدي، اغېزمنه او مستقیمه وڅېړل شي، څو د پېښې قربانیاني شويو ته عدالت ورسیږي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ایران د یزد ښار په حلقوي سړک د موټر سوځېدو تر وروستۍ پېښې وروسته ټينګار کوي چې دا موټر د ایران پولیس ځواکونو له لوري تر ډزو وروسته د سړک غاړې له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی دی. که څه هم په تهران کې د افغانستان سفیر د دې پېښې د څېړلو لپاره یزد ښار ته رسېدلی؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې سیند ته د افغان کارګرانو په اچولو د ایران د سرحدي ځواکونو له تورنېدو څه باندې یوه میاشت تیریږي؛ خو لا یې د څېړلو څرنګوالی روښانه نه دی.