د ایران له لوري د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې په اړه نن غونډه کیږي

د بریټانیا پلازمېنه لندن کې نن د افغانستان، کاناډا، اوکراین، سویډن او بريټانیا هیوادونو د باندنیو چارو وزیران، ایران کې د ویشتل شوې اکرانیۍ الوتکې د پېښې په اړه غونډه کوي.

یوه اوکراینۍ بوینګ الوتکه تیره چهار شنبه په تهران کې له ویشتل کېدو وروسته ولوېده چې د عملې په ګډون ‌یې ټولې ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوې ، چې په وژل شویو کې ۱۳ افغانان او پاتې نور یې د کاناډا، اوکراین، سویډن، بریتانیا او ایران وګړي وو.

د کاناډا لومړي وزیر تېر ماښام د دې پېښې په اړه له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې هم کړي دي.

تر دې وړاندې  ولسمشر غني له کابله د ټلیفون  له لارې په تهران کې د افغان قربانیانو له کورنیو سره خبرې وکړې او د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست بریټانیا ته واستول شو، څو په یاده غونډه کې برخه واخلي او د قربانیانوو حقوق د نړیوالو اصولو پر بنسټ تشخیص شي.

د نوموړې الوتکې  له لوېدو درې ورځې وروسته ایران څرګنده کړه چې دا الوتکه د سپاه پاسداران انقلاب په توغندیو سهواً لګېدلې ده او کوم قصدي عمل نه و.

اوکراین بیا له جرمني غوښتي چې د پېښې په څېړلو کې مرسته وکړي، خو ایران غواړي چې د دې پېښې څېړل په خپله د یوې ځانګړې محکمې له لارې وکړي او همدا راز د ایران ولسمشر وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د اوکراینۍ الوتکې وېشتونکو ته به خپله سزا ورکړي.