چهارشنبه , 15 مې 2024

د ایران ملیشه ځواک د اسراییلي ځواکونو له برید سره مخ شوې

اسراییلي پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکو یې د بریدونو د مخنیوي لپاره د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه پر ایراني ځواکونو بمباري کړی دی.

پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د قدس سپاهیانو اړوند جنګیالي او شیعه ملېشې په نښه کړې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي ایران هېڅ ځای خوندي نه دی او اسراییل به د خپل امنیت او د خپلې خاورې د خوندیتوب لپاره هر اړین ګام اوچتوي.

اسراییلو ټینګار کړی چې د سوریې خاوره کې د ایراني نفوذ د مخنیوي لپاره دوی په ټینګه مبارزه کوي. پر ایران تور دی چې سوریه کې د بشارالاسد د نظام په ګټه جنګېږي او هلته نیابتي جګړه کوي.