په دغه هېواد کې رسنیو ته یو شمېر سرچېنو ویلي، د ایران د لاریونونو پر مهال نهه افغان وګړي هم وژل شوي، خو دوی دا نه ده په ډاګه کړې، چې دغه افغان وګړي څه ډول وژل شوي.
په ایران کې د میشتو افغان کورنیو غړو رسنیو ته ویلي، چې د دوی د کورنۍ ځیني غړي ورک دي او لا هم کورونو ته نه دي راغلي.
یاد هېواد کې د تېرې نومبر میاشتې راهیسې لاریونونونه روان دي، چې تر دې دمه په کې سلګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.