د ایران په پارلمان کې ۲۳ وکیلان په نوي ډول کرونا ویروس اخته شوي

د ایران د پارلمان مرستیال عبدالرضا مصري وایي، د دغې هېواد پارلمان کې د کرونا ویروس ۲۳ پېښې ثبت شوي دی، چې دا یو نوی ډول د کرونا ویروس دی. نوموړي ویلي دي، په هغه وکیلانو کې چې د خلکو سره ډیرې نږدې اړیکې لري دا ویروس تثبیت شوی دی او همداراز یاد شمېر وکیلانو ته چې په نوي ډول کرونا ویروس اخته شوي دي له خلکو سره له نږدې د تماس نه نیولو توصیه کیږي. د ایران د پارلمان دغه لوړ پوړی غړی وایي، چې دغه ۲۳ وکیلان به پارلمان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ خو د خلکو سره به د نږدې تماس نه ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۶۶ تنو او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۱۵۰۱ تنو ته لوړه شوې ده . همدا راز تر دې دمه دغه ګواښوونکی ویروس د امریکا په ګډون د نړۍ ۷۰ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې لسګونه زره په دغې ناروغۍ اخته دي