د ایرلینډ د درې هیوادونو ترمنځ کرکټ سیالۍ تیره شپه پای ته ورسیدې.
په دغه سیالیو کې د بینګله دېش،نیوزیلنډ او کوربه لوبډله ایرلینډ یو د بل پر وړاندې لوبیدې.
په دې سیالیو کې ورستۍ لوبه تیره شپه د نیوزیلنډ او بیګله دیش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،چې بنګله دیش لوبډلې پچه وګټله او نیوزیلنډ لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه وکړه.
نیوزیلنډ لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۷۰ منډې جوړې کړې،چې پکې ټام لاتم ۸۴ ، بروم ۶۳ او ټایلر ۶۰ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.
د بنګله دېش لخوا په توپ اچونه کې مشرافي مرتضا،نصیرحسین او شکیب الحسن دوه دوه ، مستفیض الرحمن او روبیل حسین یو یو لوبغاړي وسوزول.
بینګله دېش لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۵ لوبغاړو په زیان د ۴۸ اور کې پوره او نیوزیلینډ لوبډلې ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
د بنګله دېش لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې تمیم اقبال او صابرالرحمن دواړو ۶۵ ، ۶۵ او محمدالله ۴۶ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې وکړې.
د غه لوبې چې د ایرلینډ،نیوزیلنډ او بیګله دېش لوبډلو ترمنځ د مۍ له ۱۲ نیټې څخه پیل شوې وې،پکې نیوزیلنډ له ۴ لوبو څخه درې ، بنګله دېش لوبډلې له څلورو څخه دوه او ایرلنډ لوبډلې له څلورو لوبو څخه یوه لوبه هم ونه ګټله.
د یادولو وړ ده چې د ایرلینډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې شوې وه.
نصرت الله عمرزی