دغه سیالۍ چې سبا سهار اوه نیمې بجې پیلېږي افغان لوبډله به پکې له پاکستان سره مخامخ شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په شمول د پاکستان، هندوستان، نېدرلېنډ، عمان، سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.
افغان لوبډله به له پاکستان وروسته عمان او سریلانکا سره هم سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان لپاره په دغو سیالیو کې د لوبډلې مشري سمیع الله شینواری کوي.