د ا.ا وياند وايي، بهرنيو هېوادونو ته اسناد لرونکي کسان تللی شي

د ا.ا وياند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ‏بهر ته د افغانانو د تللو په تړاو زما د خبرو مطلب دا وو چې اسناد نه لرونکي، غیر اصولي او په قاچاقي ډول خارج ته تګ چې هیوادوال له خطر سره مواجه کوي منع دي.

هغه هېوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي له هېواده دباندې سفرونه کولای شي او هم په اطمنان سره هېواد ته راتللای شي.