د باران اوبو له امله جلال اباد ښاریان له ستونزو سره مخ دي

ښاریان وايي، چې د ښاروالۍ له لورې پر وخت د ویالو نه پاکوال هغه څه دي، چې د باران پر وخت اوبه سړکونو ته راوځي. خو ځینو نور بیا پر دوکاندارنو نیوکې کوي، چې دوی د خپلو دوکانونو ښځلې ویالو کې غورځوي، چې دغه چاره د ویالو بندښت لامل کېږي او بیا د باران پر مهال لویو لارو او کوڅو ته اوبه راوځي، چې ګڼې ستونزې جوړوي.