د باران د زیاتوالي پر مهال مهم نکات

ریښتیا هم د هېواد په ځینو سیمو باران زیات دئ ځینو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي ممکن نور زیانونه هم ولري

لطفا لاندي خبرې په نظر کې ونیسئ او نور هم  په خبر کړئ:

۱:  لاندې دعا ووایاست:

اللَّهُمَّ حَوَالَيْنَا وَلاَ عَلَيْنَا ، اللَّهُمَّ عَلَى الآكَامِ وَالظِّرَابِ ، وَبُطُونِ الأَوْدِيَةِ ، وَمَنَابِتِ الشَّجَرِ.

۲:  د باران د درېدو خواست مه کوئ بلکې د شر څخه د ژغورنې خواست وکړئ.

۳:  دهمسایګانو حال واخلئ.

۴:  شتمن او واکمن خلک د ژغورنې لپاره نمبرونه اعلان کړئ او د توان تر بریده همکاري ورسره وکړئ.

۵:  د خپل کور چاپیرال ته په دقت فکر وکړئ د احتمالي خطري ځایونو څخه لیرې شي.

۶:  کوشش وکړئ د اړتیا پرته د باندي مه وځي.

۷:  پر احتمالي خطرناکو لارو مه ځئ.

۸:  د توان تر بریده نفلي لمونځ ادا کړئ.