د باطني عقل کارولو پنځه بنسټونه

ژباړه او راټولونه: مولوي نورالله عزام

۱-  ستا پيغام بايد روښانه او څرګند وي.

۲- ستاپيغام بايد مثبت وي.

۳- ستا پيغام بايد د موجوده وخت څرګندونه کوي.

۴- ستا په پيغام کې بايد قوي احساس نغښتی وي، تر څو يې باطني عقل ومني او کار ترې واخلي.

۵- خپل پيغام بايد څوځله تکرارکړي تر څو په بشپړ ډول کار ترې واخيستل شي.

له ځان سره د خبرو مثبته پياوړې تګلاره:

۱-  له ځان سره کم تر کمه پنځه داسې منفي شخصي پيغامونه جوړ کړه چې په تا پورې اړه لري او اغيز در باندې ولري، لکه:

زه پرځان باور نه لرم، زما حفظه ډېره کمزورې ده ، زه د خلکو په مخکې خبري نشم کولی، زه عصبي مشکل لرم ، زه ډېر بې زړه يم.

اوس همدا پاڼه چې تاپکې همدغه پنځه منفي پيغامونه جوړ کړي دي وشلوه او لري يې وغورځوه.

۲- پنځه داسې مثبت شخصي پيغامونه جوړ کړه چې تا ته ځواک در کوي او هر يو يې د “زه” په توري پيليږي، لکه:

زه خوښ يم چې د خلکو په وړاندې خبري وکړم، زه پر ځان پوره باور لرم،

زه ډېر پياوړی ځواک لرم، زما حفظه ډېره پياوړې ده،

زه يو وېښ انسان يم او تل له ژوند نه ګټه پورته کوم.

۳- خپل مثبت پيغامونه له ځان سره وساته.

۴- اوس اوږد تنفس واخله او د يو بل پسې په سهي توګه خپل پيغامونه ولوله.

 

۵- په دويم ځل بيا خپل لومړی پيغام ولوله، اوږد تنفس و کاږه او له زړه نه هر ډول ناوړه فکر وباسه،

لومړی پيغام په قوي احساس سره لس ځله ولوله، سترګي دې پټی کړه او خپل ځان په نوې بڼه وګڼه او بېرته خپلی سترګي پرانېزه.

۶- د همدا نن ورځې نه پيل وکړه، له هغو منفي خبرو نه ځان وساته چې خپل ځان ته يې وايي، او له هغو نه ځان وساته چې نورو ته يې وايه او دغه راز د هغو نه هم ځان وساته چې نور يې تاته وايي.

که چېرې دې منفي خبره په ذهن کې راوګرځېدله؛ نو سمدستې يې پرېږده او د هغې پرځای بله مثبته خبره په پام کې نيسه.

تل باوري اوسه چې ته ځواک لري، ته کولای شي يوڅه وکړي، ته کولای شي د يو شي څښتن شي او ته کولای شي هغه څه وکړي چې ته يې غواړي؛ خو داټول ته هغه مهال لاسته راوړلی شي چې خپلې غوښتني په دقيق ډول په نښه کړي او د پرمختللو د پاره يې خپل ټول شته وسايل په کار واچوي.

په همدې اړه “جيم رول” په خپل کتاب “تل پاتي نيکمرغي” کې وايي:

تکرار د مهارتونو اساس دی، له همدې امله ته بايد په هغه څه باور ولري چې ته يې وايي، او تل د ځان دپاره مثبت پيغامونه تکرار کړې.

ته د خپل عقل واکمن يې، او د خپلې بېړۍ ماڼويې. . .  ته د خپل ژوند واکمني کوي او کولای شي پرته له کوم خنډ نه خپل ژوند د نيکمرۍ، روغتيا او برياليتوب تجربوته راوګرځوي.

لاندې خبري تل ياد ساته:

هره شېبه داسې وګڼه لکه د ژوند وروستۍ شېبه چې دې وي،ايمانداره اوسه ، د الله تعالی د نعمتونو مننه کوه،

هيله من اوسه، مينه ناک اوسه

او د ژوند قدر وپېژنه.