د باليووډ درې نور اداکاران، ارجن رامپال، سونو سود او نيل نيتن هم په کورونا اخته شو

د باليووډ فلمونو مشهور اداکاران ارجن رامپال، سونو سود او نيل نيتن مکيش هم په کورونا ويروس اخته شوي دي، چې په خپله يې په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه خبر ورکړى دى.

کورونا ويروس په هند کې ډېر په چټکۍ سره مخ په زياتېدو دى، چې ان په يوه ورځ کې دوه سوو زرو څخه زيات کسان په دې ويروس اخته شوي دي او هندي اداکاران هم ترې پاتې نه دي.

له ډېرو مشهورو اداکارانو وروسته اوس ارجن رامپال، نيل نيتن مکيش او سونو سود تازه هغه اداکاران دي چې د کورونا ويروس ټېسټونه يې مثبت راغلي دي.

ارجن رامپال په يو ټويټ کې ويلي دي، چې زه د کورونا هېڅ علامې نه لرم، خو بيا هم زما ټېسټ مثبت راغلى دى او ما ځان کرنټين کړى دى. هغه دا هم ليکلي دي چې په تېرو ١٠ ورځو کې ماسره چا ليدلي دي، هغوى دې احتياطي تدابير خپل کړي.

نيل نيتن مکيش هم په يو ټويټ کې ويلي دي، چې زه په کور کې وم خو د کور د يو غړي کورونا ټېسټ مثبت راغلى و، چې له هغه وروسته زما ټېسټ هم مثبت راغى او د ډاکټرانو د لارښوونو سره سم کرنټين يم.

سونو سود چې د کورونا پر مهال يې تر ټولو زيات د خلکو مرسته کړې ده، هم په يو ټويټ کې خپلو مينه والو ته ويلي دي چې د کورونا ټېسټ يې مثبت راغلى دى، هغه خپل ځان کرنټين کړى دى او خلکو ته يې ويلي دي، چې مه پرېشانه کېږئ، زه به ژر بيا له تاسې سره يم.

کاپي…